اروپائی اتحادئې دافغانستان دسولې په پروسې کې دښځوپرګډون ټینګار وکړ
Dec 13, 2016 11:35 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپورراکړ په افغانستان کې داروپائی اتحادئې مرستیال استاذی جارج کینګم په یوې غونډې کې چې پرون ناوخته په کابل کې ترسره شوی وویل ، افغان میرمنې دسولې په پروسې کې اغیزمن رول لوبولی او دخپل هیواد دبرخلیک او راتلونکی په ټاکنې کې ونډه درلودلی شی .
هغه همداراز په افغانستان کې دجنګ دختمولو لپاره له حزب اسلامی ګوند سره د کابل حکومت د سولې د موافقې دلاسلیکیدو هرکلیوکړ او له طالبانو ئې هم وغوښتل په افغانستان کې دې دجنګ او دخلکو وژلو ته دې دپای ټکی کیږدی او دوسلې له بهیر سره دې یو ځای شی .
په دغې غونډې کې چې تر درو ورځو پورې دوام لری ، دافغانستان دولسمشر میرمن ، دنورو افغان چارواکو میرمنې او ځینی عامې میرمنې هم ګډون کوی .
ټیګونه