نوی ډیلی په افغانستان کې دسولې او آرامښت غوښتونکی دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دهندوستان دخارجه وزارت ویندوي ویکاس سوارپ نن په ماسکو کې دافغانستان دسولې په اړه په خبرواترو کې دخپل هیواد داستازی دشتون په تائيدولو سره وویل ، نوی ډیلی په افغانستان کې دسولې ، امنیت او آرامښت دټینګښت ملاتړ کوي .
هغه نن په نوي ډيلی کې دخبریالانوپه ټول کې وویل ،هندوستان تل دافغانستان دمشکلاتو دختمولو لپاره درغنده خبرواترو دترسره کولو غوښتنه کړې ده .
هغه وویل . نوي ډیلی تراوسه پورې دافغانستان په موضوع سره په دوو اړخیزو او څو اړخیزو غونډو اوخبرواترو کې له افغانستان سره دمرستو لپاره خپلې ټوله هلې ځلې کارولي دي .
دافغانستان خارجه وزارت دپرون مازدیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ،د ایران ،پاکستان،هندوستان،افغانستان ،چین او روسیې استازي نن یعني په چارشنبې ورځې په افغانستان کې دسولې دوضعیت په باب دخبرواترو لپاره سره غونډيږي .
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې له دې مخکې دچین، روسیې اوپاکستان په ګډون سره او دافغانستان له شتون پرته غونډې ترسره کیدا دافغانستان دلوړپوړو چارواکو سختې نیوکې په ځان پسې درلودلي وې .
ځيني نظر خاوندان دهند اوپاکستان داستازو ګډون چې همدااوس پخپلو کې سره ترینګلتیاوې لري ،د دغودواړو هیوادنو ترمینځ دتاؤتریخوالي دکمیدو لپاره یو ګام ګڼي .