په افغانستان کې د دیوبند تفکر د احیا احساس ولې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51886-په_افغانستان_کې_د_دیوبند_تفکر_د_احیا_احساس_ولې
له بده مرغه په تیرو څلورو لسیزو کې سلفی تفکر هڅه وکړه چی د دیوبند تفکر ځای ونیسی البته په سلفیت تفکر سربیره په پاکستان کې د پنچ پیری تفکر په شان ځینو تفکراتو هم هڅه وکړه چی د افغانستان په ټولنه کې پراخ شی خو سلفی تفکر په افغانستان کې د پخوانی شوروی پرضد د جنګ په پیلیدا سره په څو علتونو ډیره پراختیا ومونده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2017 08:38 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د دیوبند تفکر د احیا احساس ولې ؟

له بده مرغه په تیرو څلورو لسیزو کې سلفی تفکر هڅه وکړه چی د دیوبند تفکر ځای ونیسی البته په سلفیت تفکر سربیره په پاکستان کې د پنچ پیری تفکر په شان ځینو تفکراتو هم هڅه وکړه چی د افغانستان په ټولنه کې پراخ شی خو سلفی تفکر په افغانستان کې د پخوانی شوروی پرضد د جنګ په پیلیدا سره په څو علتونو ډیره پراختیا ومونده

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان د عالمانو شورا د افغان دولت د اجراییه شورا د مشر عبد ا... عبد ا... د دې غوښتنې د تاییدولو په ترڅ کې چی په افغانستان کې هم د هندوستان د دیوبند د علمیه حوزې یوه څانګه جوړه شی ، ویلی دی که د دیوبند علمیه حوزه له دغې غوښتنې سره موافقه وکړی نو دا په ډیر ښه کار وی . د افغانستان د عالمانو شورا ویندوی محمدقاسم حلیمی د عبد ا... عبد ا... له څرګندونو هرکلې وکړ چی د وزیرانو په یوه ځانګړی غونډه کې یې ویلی وو په افغانستان کې دینی مدرسې مشکلات لری او باید ورته پام وشی او په دې زمینه کې یې په افغانستان کې د هند د دیوبند د علمیه حوزې د یوې څانګې  غوښتنه کړی وه . ښاغلې حلیمی په عین حال کې زیاتوی چی هر علمی او مذهبی اورګان چی افغانستان ته انتقالیږی او د اعتدال په اساس زمونږ بچیانو لپاره د دینی علومو د تدریس زمینه برابروی نو زمونږ لپاره د منلو او تایید وړ ده .

د یادولو ده چی اکثره افغان ځوانان د د ینی علومو د ترلاسه کولو لپاره ګاونډی هیواد پاکستان ته ورځی او هلته په دینی مدرسو کې زده کړې کوی او د افغانستان اکثره عالمان په تیره بیا د ملا عمر په شمول د طالبانو مشرانو د پاکستان له دینی مدرسو زده کړې کړی دی . ملاعمر د خیبر پښتونخواه صوبې په نوشهره ښار کې  په حقانی مدرسه کې دینی زده کړې ترلاسه کړی وی  او د مدرسې مشر مولانا سمیع الحق ځان د افغان طالبانو معنوی پلار بولی او په کابل کې د طالبانو په ۵ کلن حکومت کې هم  د پاکستان د دینی مدرسو عالمانو په تیره بیا سمیع الحق اوفضل الرحمان تل پاکستان او کندهار ترمینځ تګ راتګ کاوه  ځکه چی ملاعمر په کندهار کئې ځای پر ځای وو .

دا چی نن ولې د افغانستان په سویه دا احساس پیدا شوی دی چی باید په افغانستان کې یو ځل بیا د دیوبند د علمیه حوزې تفکر احیا شی ، تهران راډیو د ټیلی فون په لیکه په دې باره کې د افغانستان له مشهور لیکوال او شناندی ښاغلی نجیب منلی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل که د افغانستان تاریخ ته لږ وګورو نو جوتیږی چی د دیوبند علمیه حوزې د افغانستان په علمیه حوزه کې اساسی رول دلودلې دی خو له بده مرغه په تیرو څلورو لسیزو کې  سلفی تفکر هڅه وکړه چی د دیوبند تفکر ځای ونیسی البته په سلفیت تفکر سربیره په پاکستان کې د پنچ پیری تفکر په شان ځینو تفکراتو هم هڅه وکړه چی د افغانستان په ټولنه کې پراخ شی  خو سلفی تفکر په افغانستان کې د پخوانی شوروی پرضد د جنګ په پیلیدا سره په څو علتونو ډیره پراختیا ومونده . لومړې دا چی عربستان سعودی  له شوروی سره د جنګ په پلمه  له یوې خوا افغانستان ته خپل علمی او جنګجو کسان ولیږل او له پخوانی شوروی سره په جنګ کې دوی د جهاد تر پوښښ لاندې  زیاتره د سلفیت د پراختیا لپاره فعالیت وکړ ، په تیره بیا په دې قضیه کې د عربستان د تیلو ډالر ډیر اغیزمن وو ، له بل پلوه د لویدیځ استخباراتی ادارو په تیره بیا سی ای اې له لوری له شوروی سره د جهاد په پلمه د عرب ځوانانو په راوستلو کې چی په سر کې یې اسامه بن لادن وو ، په افغانستان کې د وهابی افراطیت د پراختیا زمینه برابره کړه . ښاغلی نجیب منلی په عین حال کې وویل تر اوسه افغانستان د دینی علومو له نظره تر دې حده رسیدلې دی چی د دیوبندی مدرسې د څانګې جوړولو ته اړتیا نلری بلکې افغانستان کولې شی په خپلو عالمانو په تکیې سره  په خپلواکه توګه علمیه حوزه جوړه کړی او ضرورت نشته چی د افغانستان دینی علمیه حوزه له بهره پیروی وکړی او د هغو لخوا جوړه شی ، خو د افغانستان یوه بل تکړه لیکوال او شناندې ښاغلې حبیب ا... رفیع هم په دې زمینه کې  مونږ ته وویل  افغانستان په تیرو ۴۰ کلونو کې هر ګوزار چی خوړلی دې د سلفیت د تفکر له امله دی  چی له شوروی سره د جهاد په پلمه افغانستان ته راغې . هغه وویل د جهاد په پړاو کې له هغو افغانانو سره د عربستان لخوا ډیره مرسته کیده چی د سلفیت تفکر یې منل او همدغه چاره سبب شوه چی د افغانستان په ختیځو و لایتونو په تیره بیا کنړ ولایت په شمول په ځینو سیمو کې وهابیت ډیره وده وکړه او په دغه ولایت کې خلافت اعلان شوی وو . دغه افغان لیکوال  طالبانو ته په اشارې سره وویل  دغې ډلې اصلا له سلفیت سره ښې اړیکی نه درلودلې  خو په طالبانو کې وهابیت لږ نفوذ کړی وو . د هغه په وینا اوس داعش چی د سلفیت د تفکر په اساس ولاړ دې هڅه کوی د طالبانو ځای ونیسی .

 

عاشق حسین طوری