امریکايي پوځیان دې په افغانستان کښې پاتې شي
په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو شتون د ملکي افغانانو له وژلو او د دغه هیواد د بیخ بیناو له ورانیدو پرته هیڅ ګټه نه ده لرلې.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: امریکا باید په افغانستان کښې خپل پوځي شتون جاري وساتي څو د واشنګټن د وروستیو شپاړسو کالو لاسته راوړنې ضایع نه شي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې سُشما سوارج پرون د هند او امریکې د وړومبني انجمن په افتتاحیه کښې وویل: واشنګټن دې په افغانستان کښې د ترهګرۍ خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.
د هند د خارجه وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان زیاتره چارواکي او د دغه هیواد د پارلیمان غړي او سیاسي او مذهبي شخصیتونه په خپل هیواد کښې د امریکې شتون د ترهګرۍ، ناامنۍ او بې ثباتۍ د پراختیا لامل ګڼي او تل یې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتنې ټینګار کړی دی او دغه شتون د ملکي افغانانو له وژلو او د دغه هیواد د بیخ بیناو له ورانیدو پرته هیڅ ګټه نه ده لرلې.