دملګروملتو دبشری حقوقو په شورا کې دې د افغانستان غړیتوب ومنل شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54120-دملګروملتو_دبشری_حقوقو_په_شورا_کې_دې_د_افغانستان_غړیتوب_ومنل_شی
ربانی زیاته کړې و دافغانستان دحکومت یوه غوره موخه ، دملی اونړیوالو اورګانونو په ملګرتیا اوغږملیتا سره دبشری حقوقو داصولو او ارزښتونو دودول اوسسټماټیک کول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2017 13:51 Asia/Kabul
  • دملګروملتو دبشری حقوقو په شورا کې دې د افغانستان غړیتوب ومنل شی

ربانی زیاته کړې و دافغانستان دحکومت یوه غوره موخه ، دملی اونړیوالو اورګانونو په ملګرتیا اوغږملیتا سره دبشری حقوقو داصولو او ارزښتونو دودول اوسسټماټیک کول دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دافغانستان  خارجه وزیر  صلاح الدین ربانی  نن  په کابل کې د بشری حقوقو په باب  د افغانستان  اواروپائی اتحادئې   په دریمې ګډې غونډې کې  ووئیل  دکابل حکومت  د بشری حقوقو  دپیاوړتیا لپاره ډیر اصلاحات کړی دی   او  دافغانستان  دسولې په  عالی شورا کې  پنځه ښځینه غړې  هم   شتون لری .

 ربانی زیاته کړې و  دافغانستان  دحکومت یوه غوره موخه ،    دملی  اونړیوالو اورګانونو  په ملګرتیا اوغږملیتا سره  دبشری حقوقو  داصولو او ارزښتونو دودول اوسسټماټیک کول دی .

 دافغانستان خارجه وزیر ووظیل  دکابل حکومت  د بشری حقوقو ددفاع  په باب  دملګروملتو ځانګړی رپورټر ته بلنه ورکړې څو  په روان میلادی کال کې دې  افغانستان ته په سفر ورشی .

 صلاح  الدین ربانی په عین حال کې ووئیل ،  په تیر یوه کال کې  دطالبانو اوداعشی تکفیریانو  له خوا  دافغانستان  په بیلابیلو سیمو کې  د صحرائی محکمو، ډله ایزو هدفمنو وژلو،  دمذهبی ځایونو اوولسی تاسیساتو  د په نښه کولو په څیر    دبشری حقوقو د خلاف ورزیو  او حتی ځینی  بشری جنایتونه  شوی دی  چې په سلګونو  عام خلک پکې  مړه او ټپیان شوی دی .