دملګروملتو دبشری حقوقو په شورا کې دې د افغانستان غړیتوب ومنل شی
ربانی زیاته کړې و دافغانستان دحکومت یوه غوره موخه ، دملی اونړیوالو اورګانونو په ملګرتیا اوغږملیتا سره دبشری حقوقو داصولو او ارزښتونو دودول اوسسټماټیک کول دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان خارجه وزیر صلاح الدین ربانی نن په کابل کې د بشری حقوقو په باب د افغانستان اواروپائی اتحادئې په دریمې ګډې غونډې کې ووئیل دکابل حکومت د بشری حقوقو دپیاوړتیا لپاره ډیر اصلاحات کړی دی او دافغانستان دسولې په عالی شورا کې پنځه ښځینه غړې هم شتون لری .
ربانی زیاته کړې و دافغانستان دحکومت یوه غوره موخه ، دملی اونړیوالو اورګانونو په ملګرتیا اوغږملیتا سره دبشری حقوقو داصولو او ارزښتونو دودول اوسسټماټیک کول دی .
دافغانستان خارجه وزیر ووظیل دکابل حکومت د بشری حقوقو ددفاع په باب دملګروملتو ځانګړی رپورټر ته بلنه ورکړې څو په روان میلادی کال کې دې افغانستان ته په سفر ورشی .
صلاح الدین ربانی په عین حال کې ووئیل ، په تیر یوه کال کې دطالبانو اوداعشی تکفیریانو له خوا دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د صحرائی محکمو، ډله ایزو هدفمنو وژلو، دمذهبی ځایونو اوولسی تاسیساتو د په نښه کولو په څیر دبشری حقوقو د خلاف ورزیو او حتی ځینی بشری جنایتونه شوی دی چې په سلګونو عام خلک پکې مړه او ټپیان شوی دی .