په افغانستان کښې ۵۰۰۰۰ بهرنی ترهګر شته
-
څلورویشت ډلې په پنځوس زره خارجي کسانو سره په ترهګرو فعالیتونو بوختې دي .
زمونږخبریال راپور راکړی دافغانستان د ملی پولیسو د ادارې د راپور پراساس چې اینټرپول پولیسو ته یې ورکړی دی کابو څلورویشت ډلې په پنځوس زره خارجی کسانو سره په ټول هیواد کښې په ترهګرو فعالیتونو بوختې دی .
دغه راپور وایی چې ملا هیبت الله اخوند زاده ته اړونده طالبان او دکویټه شورا په پینځه دیرش زره(۳۵۰۰۰) غړیو لرلو سره په افغانستان کښې دحکومت ترټولو سترې مخالفې وسله والې ډلی دی .
ملا رسول ته اړونده دطالبانو ډله له پینځلس زره(۱۵۰۰۰) تر شل زره (۲۰۰۰۰)پورې وسله وال کسان او داعش ترهګره ډله هم درې زره پینځه سوه(۳۵۰۰) غړی لری او په دریم(۳) لمبر کښې ورځی .
القاعده ، لشکر طیبه ، تحریک طالبان پاکستان، حقانی ډله ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی هغه نورې ترهګرې ډلې دی چې په افغانستان کښې له حکومت سره په جنګ بوختې دی .