افغان ولسمشر غني خپل ځانګړی استازی له کاره ګوښه کړ
د افغانستان ولسمشر د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کښې خپل ځانګړی استازی له کاره ګوښه کړ.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کښې د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړی نماینده احمد ا... علیزی په حکومت باندې له نیوکې او د لوې جرګې په ترسره کولو باندې له بیابیا ټینګار وروسته د ولسمشر په حکم څنګته کړی شو.
احمد ا... علیزی چې د (اساسِ نو) نومي ګوند مشر هم دی، تیره اونۍ په یوه غونډه کښې د حکومت په ناکارنده توب نیوکه وکړه او ویلي یې وو چې په هیواد کښې د موجود ستونزو د هواري لپاره د دودیزې لوې جرګې له ترسره کولو پرته هیڅ لاره نشته.
دا په داسې حال کښې دي چې ولسمشر اشرف غني درې ورځې مخکښې هم د افغانستان د ښوونې او روزنې وزیر اسد ا... حنیف بلخي له خپل مقامه لرې کړی و.
د افغانستان د ښوونې او روزنې وزیر په داسې حال کښې ګوښه شوی چې د اشرف غني د حکومت کابو نیمايي وزارتخانې وزیران نه لري او د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.