د افغانستان ولسي جرګې د ټرمپ وروستۍ پریکړه وغندله
د افغانستان ولسي جرګې د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت د بیت المقدس په پیژندنه کښې د ټرمپ پریکړه وغندله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان ولسي جرګې (پارلیمان) نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ وروستۍ فیصله د نړۍ د ټولو مسلمانانو سپکاوی وباله.
د دغې خبرپاڼې له مخې د امریکې د ولسمشر دې پریکړې د نړۍ د څه باندې دوه میلیارډه مسلمانانو احساسات خوږمن کړي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې ملګري ملتونه دې د ټرمپ د دې پریکړې د عملي کیدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کښ طدي چې پرون هم د افغانستان په پلازمینې کابل او همداشان بامیان، هرات او پنجشیر ښارونو کښې د ټرمپ په دې فیصلې باندې په اعتراض کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف پراخې مظاهرې وشوې.