د نړۍامنیت او دامریکابدماشی، جنایتونه او ورانکارخوځښتونه
جنګی جنایتونه معمولا دسترو قدرتونو د عسکرو په لاس کیږی او په همدې خاطر نا ممکنه ده چې ستر قدرتونه دخپلو عسکرو په لاس دشوو جنایتونو په اړه دجرمونو له نړیوالې محکمې سره په څیړنې کې ملګرتیا وکړی
په داسې حال کې چې دامریکا حکومت په درستې نړۍ کې یواړخیزو اقداماتو سره د نړۍ امنیت له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی ،ډیری کارپوهان اومتفکران وائی ، دامریکا بدماش او ورانکار خوځښتونه باید له چیلنجونو سره مخامخ شی .
زمونږخبریال هم راپورراکړی ،دجرمونو نړیوالې ادارې هیګ څه موده مخکې د سندونو اوشواهدو په اساس ، وئیلی وو ، امریکائی پوځ او د دغه هیواد دجاسوسی ادارې سی آئی اې مامورانو ، په افغانستان کې انسان ضد جنایتونه کړی دی، دغې محکمې غوښتنه کړې وه چې دوی ته دې اجازت ورکړل شی ، څو په افغانستان کې د امریکائی عسکرو دجنایتونو په باب څیړنې وکړی . دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم دتیرې جمعې ورځې په ګڼې کې پخپل یوه راپور کې لیکلی ، امریکا به دجرمونو له نړیوالې ادارې سره ملګرتیا ونه کړی چې په افغانستان کې د امریکا اوناټو عسکرو جنایتونه وسپړی او په دې باب څیړنې وکړی او دغه راز دغې ورځپاڼې پخپلې ارزونې کې بیا استدلال کړی ، چې جنګی جنایتونه معمولا دسترو قدرتونو د عسکرو په لاس کیږی او په همدې خاطر نا ممکنه ده چې ستر قدرتونه دخپلو عسکرو په لاس دشوو جنایتونو په اړه دجرمونو له نړیوالې محکمې سره په څیړنې کې ملګرتیا وکړی ، حقیقت دادی چې امریکائی عسکر او دهغو په څیر نور یرغلګر عسکر چې په بشری ضد جنایتونو کې لاس لری ، نه یوازې دخپلو جنایتونو دایشوا کیدا مخه نیسی ، بلکې په لټه کې دی ، چې خپل وحشی ډوله اقدامات او جنایتونه نړیوالو ته د انسانی خدماتو په توګه وبریښوی او پر هغوی ئې ومنی .
په عین حال کې دچارو شناندی او کارپوهان په دې اړه یو شمیر پوښتنې مطرح کوی چې دافغانستان مظلوم ملت ولې له شپاړسو کلونو راهسې پخپل هیواد کې د امریکا اوناټو عسکرو په شتون کې په وینو کې لغړیږی؟ ، آیا دغو جنایتکارو عسکرو دافغانستان د مظلوم ملت دملاتړ او مرستو په پوښښ په دغه هیواد لښکر کشی نه ده کړې ؟ او آیا همداراز همدغو ا مریکائی عسکرو د عراق زیاتره ښارونه او بیخ بینائی تاسیسات په کنډوالو نه دی بدل کړی ؟ په عراق دحملې پلمه هم د صدام رژیم له خوا د ډل وژونکو وسلو تولید بلل شوی ؤ ، چې دغه پلمه هم دروغ ثابته شوه او درسته نړۍ د امریکا او د هغې دمتحدانو په جنایتونو چُپه خوله پاتې شوه. همداراز د همدغې ا مریکا په ښکاره اویا پټو ملاتړونو سره لیبیا اوسوریه هم په کنډوالو بدله شوه او له بده مرغه هیڅ یوۀ نړیوال داعتراض چغه پورته نه کړه. همدغه شناندی اوکارپوهان بیا وائی ، که دجرمونو دنړیوالې محکمې په افغانستان کې د امریکائی عسکرو او دسی آئی اې دمامورانو په لاس په جنایتونو داعتراض چغه پورته کړې ،نو دا هم یوازې یوه چغه وه ، داسې چغه نه وه چې دنړیوالو خوبیاولی وجدانونه راویښ کړی او د ظلم اوجنایتونو کیسه ختمه کړی او دجنایتونو د دوام مخه ورسره ونیول شی . ځکه چې په هیګ کې د جرمونو نړیواله محکمه هم دامریکا پشمول د سترو قدرتونو ترکنټرول لاندې ده او یوازې د دې مقصد لپاره ئې داعتراض چغه پورته کړې چې ګواکې یوازې په خبرو کې ئې یوکار کړی وی . دوی هم هڅه کړې ، څو نړیوالو ته وروښئ چې یوه خپلواکه اداره ده .
امریکا نن سبا ځان په نړۍ کې یوازینی زبرځواک ګڼی ، او هڅه ئې داده چې چې خپل قدرت وساتی، بل یوسیال قدرت ئې هم په مقابل کې داسې بیرغ پورته نه کړی چې دمظلومو ملتونو لپاره په یوه فرصت بدل شی ، خو ډیری کارپوهان دا وائی د نړۍ دنجات یوازینۍ لاره دا ده چې دامریکا دامریکا بدماشی او جنایتکار او ورانکار فعالیتونه باید له چیلنج اومشکلاتو سره مخ شی او دامریکا دظلم لاسونه غوڅ شی او دا یوازې له قدرت سره هم اړه نه لری ، بلکې کافی ده دنړۍ په ملتونو کې دا شعودر راویښ او احیاء شی چې هر ملت پخپل ټاټوبی او پخپلې خاورې خپل اختیار لری او دامریکا په ځای دخپلې خاورې او ټاټوبی اختیار پخپل لاس کې واخلی او ووائی چط نوره کافی ده ، او تاسو (یعنی امریکا)،نور حق نه لرۍ څو دنړیوالو لپاره دنده ،وټاکئ او د جنګ ،امنیت او ترهه ګرۍ ورمعرفی کړئ ،بلکې هر ملت پخپله دا اختیار لری چې خپل هوډا و کلکه اراده ژوندۍ کړی او دخپل برخلیک په باب پخپله فیصله وکړی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )