فلسطین امریکې ته د سعودی تحفه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61049-فلسطین_امریکې_ته_د_سعودی_تحفه
په هغه ورځ چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو په اړه اعلان سره اسلامی نړۍ له مشکل سره مخامخه کړه، یوې عربی ورځپاڼې په خپل وړومبی مخ یو کارټون چاپ کړے ؤ چې پکې د ټرمپ کیڼ لاس د خپل پېنټ په جېب کښې ښودل شوے په داسې حال کښې چې ښے لاس یې له هغو عربو مشرانو نه چې ورته ټیټ شوی دی په تېرولو سره د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم نتانیاهو ته ورکړے شوے ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2017 10:42 Asia/Kabul
  • فلسطین امریکې ته د سعودی تحفه

په هغه ورځ چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو په اړه اعلان سره اسلامی نړۍ له مشکل سره مخامخه کړه، یوې عربی ورځپاڼې په خپل وړومبی مخ یو کارټون چاپ کړے ؤ چې پکې د ټرمپ کیڼ لاس د خپل پېنټ په جېب کښې ښودل شوے په داسې حال کښې چې ښے لاس یې له هغو عربو مشرانو نه چې ورته ټیټ شوی دی په تېرولو سره د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم نتانیاهو ته ورکړے شوے ؤ.

باید ووایو چې د یو څلوېښت اسلامی هېوادونو ائتلاف چې د سعودی په مشرۍ او د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان جنرل راحیل شریف په قوماندانۍ جوړ شوے دے هم د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د اعلان په ردعمل کښې د امریکې په خلاف د اجتماعی بددعا په غوښتلو سره له ټرمپ څخه د دغې فېصلې د واپس اخېستلو غوښتنه کړې ده. په داسې حال کښې چې کله دغه ائتلاف د سعودی د ولیعهد بن سلمان په حکم البته د دغه ائتلاف له اکثرو غړیو سره بې له غږملتیا نه بغېر له ترهه ګرۍ سره تش په نامه مبارزې په بهانه جوړېدۀ له حرمېنو شریفېنو څخه محافظت کول هم د دغه ائتلاف یو اصلی هدف اعلان شوے ؤ. خو د دغه ائتلاف له جوړېدو نه تر اوسه پورې موده کښې د ښځو او ماشومانو په شمول د یمن د خلقو له قتل عام نه بغېر نه یوازې د دغه ائتلاف لخوا له ترهه ګرۍ سره څه مبارزه نه ده لیدل شوې، بلکه اوس یې د مسلمانانو له وړومبی حرم او وړومبۍ قبلې څخه د دفاع په اړه د امریکې په خلاف په اجتماعی دعا باندې په بسنې سره له خپلې ډېرې مهمې او ډېرې سترې دندې څخه چې د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې دفاع ده اوږې سپکې کړې. او په دا ډول د بیت المقدس په اړه د ټرمپ فېصلې د سعودی په مشرۍ د فوځی ائتلاف اصلی ماهیت د نړیوالو لپاره له مخکې نه زیات په ډاګه کړ، چې دغه فوځی ائتلاف نه یوازې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او له حرمېنو شریفېنو څخه د محافظت لپاره جوړ شوے نه دے بلکه د اسرائیلو د حفاظت په هدف سره د اسلامی امت ترمېنځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره رامنځته شوے دے، او په همدې وجه د ایران، عراق، سوریې او یمن په شان هېوادونه په هغه وخت کښې د سعودی لخوا د دغه ائتلاف د غړیو په توګه نه وو اعلان شوی.

د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان  جنرل مرزا اسلم بېګ په شمول د اکثرو فوځی او سټراټیجکو چارو د کارپېژاندو د وېناو له مخې دغه ائتلاف په حقیقت کښې د ایران او تشیع او د فلسطین په خلاف او د امریکې او اسرائیلو په پوره غږملتیا سر جوړ شوے دے چې خپلو اهدافو ته د امریکې او اسرائیلو په رسېدو کښې تر ټولو غټ خنډ یعنې ایران چې د صهیونېسټ رژیم د تېریو په مقابل کښې د لبنان او فلسطین د مظلومو خلقو له حقوقو څخه د دفاع لپاره یې په ایران، سوریې، حزب ا... او حماس باندې مشتمل د مقاومت محور جوړ کړے دے له لارې ختم کړی، او د ستر اسرائیل جوړولو لپاره زمینه برابره کړی، چې نه یوازې د فلسطین بلکه اوس هم له نیل نه تر فراته د سپېرې نقشې سودا په سر کښې لری.

دلته به بده نه وی چې په دې حقله د برطانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې رپوټ ته هم اشاره وشی. د برطانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کښې لیکلی دی چې د ډونلډ ټرمپ زوم په ریاض کښې د سعودی له ولیعهد بن سلمان سره په خپله وروستۍ کتنه کښې فلسطین د تحفې په توګه حاصل کړے دے. ګارډین برطانوی ورځپاڼې «جارډ کوشنر په مېنځنی ختیځ کښې د تاوتریخوالی د رامنځته کولو په حال کښې دے» ترعنوان لاندې یوه لیکنه کښې د بیت المقدس په باره کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ فېصله د سعودی له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ټرمپ د زوم او سلاکار جارډ کوشنر د موافقې نتیجه بللې ده.

دغې برطانوی ورځپاڼې په دوام کښې لیکلی دی: «داسې ښکاری چې شپږ دېرش کلن کوشنر د امریکې د ولسمشر د خاص سلاکار په توګه خپل په رول کښې دې نتیجې ته رسېدلے دے چې کولې شی چې د  مېنځنی ختیځ پلاننګ بیا د سره وکړی. هغه اوس له خپل نوی دوه دېرش کلن خوږ دوست محمد بن سلمان سره په مېنځنی ختیځ کښې د تاوتریخوالی د رامنځته کولو په حال کښې دے.»

ګارډین ریاض ته د کوشنر وروستی سفر او له بن سلمان سره کتنې ته اشاره کړې او لیکلی یې چې رپوټونه د دې ښودنه کوی چې دواړه به تر نیمې شپې پورې ویښ وو او د سیمې لپاره یې پلانونه برابر کړی دی. معلومه نه ده چې هغوی په دغو کتنو کښې د کومو مسائلو په سر موافقې کړی دی، خو ټرمپ د بن سلمان له وروستیو ځپنو او د یو شمېرسعودی شاهزادګانو له نیولو نه پس په خپل ټوئیټر کښې د دې په بیانولو سره چې په بن سلمان باندې زیات اعتماد لری د هغه ستائېنه کړې ده خو د کوشنر او بن سلمان ائتلاف له ریاض نه اوچت اهداف تعقیبوی.سعودیان او امریکایان اوس د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمېنځ د سولې لپاره د یوې محرمانه موافقې په مخ بیائلو په حال کښې دی چې له بل هر وخت نه زیات د اسرائیلو په ګټه دی.»

ګارډین په دوام کښې لیکی: «دا په حقیقت کښې موافقه نه ده بلکه یوازې د فلسطین د خلقو سپکاوے ګڼل کیږی. یو بل عربی چارواکے د نیویارک ټائمز ورځپاڼې په یو رپوټ کښې وائی چې دغه پلان د داسې کس لخوا مطرح شوے دےچې ناتجربه کار دے، خو د امریکې د ولسمشر لپاره د چاپلوسۍ چل یې زده دے. په حقیقت کښې داسې ښکاری چې محمد بن سلمان کوشش کوی چې فلسطین جارډ کوشنر ته د تحفې په توګه وړاندې کړی.

----------------