ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دناکراریو اوتفرقې خورولو نیّت لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61185-ګلبدین_حکمتیار_په_افغانستان_کې_دناکراریو_اوتفرقې_خورولو_نیّت_لری
امریکا دافغانستان دناکراره کولو او د دغه هیواد دولس ترمینځ دتفرقې درامینځةکولو لپاره له ګبدین حکمتیاره ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 14, 2017 12:23 Asia/Kabul
  • ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دناکراریو اوتفرقې خورولو نیّت لری

امریکا دافغانستان دناکراره کولو او د دغه هیواد دولس ترمینځ دتفرقې درامینځةکولو لپاره له ګبدین حکمتیاره ملاتړ کوی .

زمونږخبریال  دصدائ افغان خبری آ ژانس  له قوله راپورراکړ  یوه تکړه د ینی عالم او د صدای افغان خبری آژانس  مشر  سید عیسی  حسینی مزاری   نن په یولړ څرګندونو کې  د حزب اسلامی  دمشر ګلبدین حکمتیار  د وروستیو څرګندونو په غبرګو ن کې  وئیلی  دی ،له بده مرغه حکمتیار  نه یوازې  په افغانستان کې  دسولې له ټینګولو اودامنیت له تامینولو سره مرسته  نه ده کړې ،بلکې دهغه درز رامینځةکونکو او جنجالی خبرو ، دافغانستان  عمومی افکار او  د دغه هیواد سیاسی اوامنیتی فضا   هم تاؤتریخجنه کړې ده .

  هغه زیاته کړې  امریکا دافغانستان دناکراره کولو  او  د دغه هیواد دولس ترمینځ  دتفرقې  درامینځةکولو لپاره  له ګبدین حکمتیاره ملاتړ کوی .

حسینی مزاری وئیلی دی ،  په خوست ښار کې د  حکمتیار تفرقه رامینځةکونکی څرګندونې او  له حقانی ترهه ګر ډلګۍ  دهغه  ملاتړ  د هغه دتفکر یوه برخه ده ، تر دې چې  هغه  له یوه بل سره د پکتیا اوبامیان ولایتونو  پرتله کولو ته مخه کړې  او دخلکو احساسات ئې پخپله ګټه لمسولی دی .

ګلبدین حکمتیار  دتیرې یکشنبې په ورځې  په خوست ښار کې د خپلو پلویانو په ټول کې  وئیلی وو ،  پکتیا ولایت  باید  دبامیان، دایکنډی  اوپنجشیر  په نسبت  دافغانستان په حکومت کې  لازیاته ونډه  ولری . هغه همداراز دحقانی ترهه ګرې ډلې څخه په ملاتړ سره وئیلی وو چې پاکستان  دافغانستان له جنګه لازیات تاوانونه لیدلی دی . ویل کیږی د ګلبدین حکمتیار  دغو درز او تفرقه اچونکو  څرګندونو د افغانستان دحکومتی چارواکواو سیاستوالانو سخت غبرګونونه راپارولی دی.  دافغانستان  دسیاسی  چارو یوه کارپوه اوتکړه  خبریال  سمیع  دره ای  هم  دحکمتیار دڅرګندونو په غبرګون کې  وئیلی  ګلبدین حکمتیار  کابل ته له ورتلو مخکې  له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره بیعت کړی ؤ او  هغه  حکمتیار  د  افغان ولسمشر  دارګ  یوه نیابتی مُهره حسابیږی  . هغه وئیلی   دقومی مسئلو په لور  دعمومی افکارو  د اړباسلو او اختلافاتو ته  لمن وهل ، ډیرې خطرناکې نتیجې درلودلی  او  دافغانستان  دولس وحدت اویووالی ته  تاوان رسولی شی .