دملګروملتو دامنیت شورا یو پلاوی کابل ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i63389-دملګروملتو_دامنیت_شورا_یو_پلاوی_کابل_ته_تللی
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان دپارلیمان ځینو استازو او سیاستوالانو دامنیت شورا پر مشرانو غږ کړی ، له دې مخکې چې نوره ژمنې ورکړی ، پخپلو تیرو ژمنو دې عمل وکړی او دغه هیواد دې په شخړو کې یوازې نه پریږدی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 14, 2018 11:47 Asia/Kabul
  •   دملګروملتو دامنیت شورا یو پلاوی  کابل ته تللی

داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان دپارلیمان ځینو استازو او سیاستوالانو دامنیت شورا پر مشرانو غږ کړی ، له دې مخکې چې نوره ژمنې ورکړی ، پخپلو تیرو ژمنو دې عمل وکړی او دغه هیواد دې په شخړو کې یوازې نه پریږدی .

زمونږخبریال دطلوع خبری چینل له قوله راپور راکړ  دملګروملتو دامنیت شورا یو څو کسیز پلاوی    دافغانستان د وروستیو حالاتو  د ارزونې او  دشخړو  له ختمولو سره دمرستو  په   خاطر  له افغان چارواکو سره دخبرواترو لباره نن  سهار کابل ته رسیدلی دی .

  راپور ښئ  د دغه پلاوی غړی به  د دغه هیواد له مسئولانو  سره  پر لیدوکاتو سربیره     دافغانستان   له اړتیاؤ دخبریدو لپاره د دغه هیواد ځینو سیمو ته سفرونه هم وکړی .

 له دې مخکې د  ملګروملتو د امنیت شورا پړاویز مشر  غیرت عمروف  وئیلی وو ،   له اوو کلونو تیریدا وروسته  ټاکل شوې ده ،   د دغې شورا یوپلاوی  دافغانستان د   وضعیّت د ارزونې په موخې سره   له افغان چارواکو سره  دخبرواترو لپاره  کابل ته سفر وکړی . 