په افغانستان کې دسولې اوامنیت ټینګیدا نړیوالو هلوځلوته اړتیا لری
دافغانستان دولسمشرۍ ارګ له دغې کتنې وروسته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، اشرف غنی په دغې کتنې کې پخپل هیواد کې د سولې او ثبات دتضمینولو لپاره پر پاکستان د نړیوالو دباؤنو دزیاتولو غوښتنه هم کړې ده .
زمونږخبریال د طلوع خبری آ ژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کې د ملګروملتو دامنیت شورا له یوه پلاوی سره په کتنې کې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د سولې اوامنیت د ټیګولو لپاره د نړیوالو هلو ځلو پر د وام ټینګار کړی او وئیلی ئې دی د کرار او باثباته ا فغانستان د سمیې اودرستې نړۍ په ګټه دی .
دافغانستان دولسمشرۍ ارګ له دغې کتنې وروسته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، اشرف غنی په دغې کتنې کې پخپل هیواد کې د سولې او ثبات دتضمینولو لپاره پر پاکستان د نړیوالو دباؤنو دزیاتولو غوښتنه هم کړې ده .
اشرف غنی زیاته کړې و دافغانستان حکومت داصلاحاتو ،امنیت ،سولې ،خبرواترو ، له ترهه ګرۍ سره د دمقابلې او سیمه ایزو ملګرتیاؤ او همداراز د نشه ایزو موادو د تولید اوقاچاق دمخنیوی په زمینو کې رغنده غونډې اوخبرې اترې ترسره کړی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوی داشرف غنی او د امنیت شورا دپلاوی په خبرواترو کې دافغانستان د ولسمشرۍ اوپآرلیمانی انتخابات هم یو مهم چورلیز ؤ . دافغانستان ولسمشر همداراز له افغانستانه په بهر کې د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول د درستو ترهه ګرو ډلو مالی تامین، روزنې اوفعالیتونو ته په اشارې سره په ډاګه کړې ،باید دغه اقدامات ودرول شی .