دترهه ګرۍملاتړی په افغانستان کې له سولې سره هیڅ دلچسپی نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i63491-دترهه_ګرۍملاتړی_په_افغانستان_کې_له_سولې_سره_هیڅ_دلچسپی_نه_لری
دافغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمی پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سوله یوازې کوم شعار نه دی ، چې داشرف غنی دحکومت له خوا مطرح کیږی ، په داسې حال کې چې دامنیت دتامینولو په رابطه کې دنړیوالو هیوادونو له خوا یوه ډیره وړوکی شان اراده اوهوډ هم نه لیدل کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 16, 2018 02:13 Asia/Kabul
  • دترهه ګرۍملاتړی په افغانستان کې له سولې سره هیڅ دلچسپی نه لری

دافغانستان د ولسی جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمی پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سوله یوازې کوم شعار نه دی ، چې داشرف غنی دحکومت له خوا مطرح کیږی ، په داسې حال کې چې دامنیت دتامینولو په رابطه کې دنړیوالو هیوادونو له خوا یوه ډیره وړوکی شان اراده اوهوډ هم نه لیدل کیږی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  دافغانستان د ولسی جرګې  استازو  کابل ته د  ملګروملتو  دامنیت شورا دپلاوی دسفر هرکلی کړی او  وئیلی ئې دی ،باید  په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د  سولې دټینګیدو لپاره نړیواله ټولنه  جدی هوډ ولری .

  دافغانستان  د ولسی جرګې مشر  عبدالرؤف ابراهیمی  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  سوله یوازې کوم شعار نه دی ، چې  داشرف غنی   دحکومت له خوا مطرح کیږی ، په داسې حال کې  چې   دامنیت دتامینولو  په رابطه کې  دنړیوالو هیوادونو له خوا  یوه  ډیره وړوکی شان   اراده اوهوډ هم  نه لیدل کیږی .

 هغه زیاته کړې ، دپاکستان پشمول  دترهه ګرۍ ملاتړی هیوادونه   په افغانستان کې  دسولې له ټینګیدا سره  هیڅ  ډول دلچسپی او ګروهنه  نه لری .

 ښاغلی ابراهیمی   افغانستان ته د ملګروملتو دامنیت شورا د پلاوی دسفر یو د لیل   په دغه هیواد کې د  امریکا په قوماندانۍ  د بهرنیو عسکرو   ماته وبلله . 

 داپه داسې حال کې دی چې د ولسی جرګې یو شمیر غړو  هیله ښودلې چې  دغه پلاوی   ځینی شرائط ،هغو  ګواښونو ته په پام سره چې   جنګ ځپلی افغانستان ته متوجه دی ،   په جدی  توګه  په نظر کې ونیسی  او د داعش اونورو ترهه ګرو  ډلو دشتون څرنګوالی وسپړی .  دوی دغه راز هیله ښودلې    له اوو کلونو وروسته د دغه پلاوی  سفر  ګټه ور وی، چې البته  دې ته ورته ډیرې غونډې اوسفرونه شوی  خو  کومه نتیجه ئې نه ده درلودلی .

بل خبر دا چې  په کابل کې د ملګروملتو دامیت شورا د پلاوي  دشتون  په   وخت سخته چاودنه هم شوې   چې   دمرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دي وئيل شوي ،  البته د طالبانو د دغې   حملې په  غاړه په اخستو سره وئيلی دي د کابل په وزیر اکبر خان  مینې ئې  توغندوي برید کړی ، خو دوی هم  د احتمالی مرګ ژوبلو په اړه څه  نه دي وئيلی .