د افغانستان د فراه او پروان ولایتونو لپاره نوی والیان وټاکل شول
د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د فراه او پروان ولایتونو لپاره نوی والیان ټاکلی دی.
د یادې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وایی، جنرال فضل الدین عیار یې د پروان د نوی والی په توګه او جنرال عبدالبصیر سالنګی یې د فراه د نوی والی په توګه ټاکلی دی.
د دې په خبره، یادو ولایتونو ته نوی والیان د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر اشرف غنی په منظورۍ ټاکل شوی دی.
د فراه والی محمد عارف شاه جهان درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ناامنیو او د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د شوی اخ ډب له امله استعفا ورکړه.
جنرال عبدالبصیر سالنګی د ننګرهار، میدان وردګو او د کابل امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړی او څو کاله وړاندې د پروان والی و.
د پروان او فراه لپاره نوی والیان داسې مهال ټاکل شوی، چې د ملی یووالی حکومت تراوسه د بلخ والی له واکه نه دے لرې کړے شوے اوهغه پرځای پاتې دے.