دکابل اسلام اباد اړیکې په ښه کیدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64815-دکابل_اسلام_اباد_اړیکې_په_ښه_کیدو_دی
عمرزاخیلوال پخپلې وینا کې وئیلی ، په افغانستان کې دسولې اوامنیت له ټینګیدو پرته له مینځنۍ آسیا سیمې سره د پاکستان مځکنۍ اړیکې هیڅ ا مکان نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 14:41 Asia/Kabul
  • دکابل اسلام اباد اړیکې په ښه کیدو دی

عمرزاخیلوال پخپلې وینا کې وئیلی ، په افغانستان کې دسولې اوامنیت له ټینګیدو پرته له مینځنۍ آسیا سیمې سره د پاکستان مځکنۍ اړیکې هیڅ ا مکان نه لری .

ایرنا خبری  آژانس د اوصاف ورځپاڼې  له قوله راپورورکړی ،  په پآکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال  د پآکستان افغانستان  دخبرواترو دکړچار  په باب په یولړ دستورو کې   دپاکستان  او افغانستان د دوهمې مرحلې  دخبرواترو  دکړچارونو او مشاهداتو په باب ووئیل ، دکابل اسلام اباد اړیکې به ډیر  زر ښې او رغنده شی  .

 عمرزاخیلوال  پخپلې وینا کې وئیلی ،  په افغانستان کې دسولې اوامنیت له ټینګیدو پرته  له مینځنۍ آسیا سیمې سره د پاکستان  مځکنۍ اړیکې  هیڅ ا مکان نه لری  .

 هغه وئیلی ،  افغانستان  له امنیت  او ثبات  پرته د  پراختیا اوپرمختګ پل نشی کیدلی  ،بلکې  په دغه هیواد کې دامن وضعیّت  به  دیوه سوله ایز او کرار پاکستان ضمانت وی. 

 له بلې خوا  په واشنګټن کې  د پاکستان سفیر چوهدری اعزاز احمد هم وئیلی دی ،  دافغانستان حکومت باید  د سولې په خبرواترو کې ټوله ډلې ټپلې شریکې کړی  او طالبان   هم باید  په دغو خبرواترو کې ګډون  وکړی .

 هغه زیاته کړې  افغانستان  د مالی فساد ،دنشه ایزوتوکو دقاچاق ،   او د ورانکارو او مافیائی ډکرو دفعالیتونو  دشتون په څیر   له ډیرو مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی  او  په افغانستان کې  هره یوه پیښه چې رامینځةکیږی ، نو پر پاکستان تور لګوی ، حال دا چې  دمونږ پوځ  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی  او وسله وال  اورپکې ئې کلابند او بې لاس اوپښو کړی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې  څو ورځې مخکې د افغانستان  یو لوړپوړی پلاوی   دپاکستان  له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو لپاره  اسلام اباد ته تللی ؤ چې نن هم   په همدې  مناسبت  دپآکستان  د خارجه وزارت  دلوړپوړو چارواکو  یو پلاوی کابل ته تللی څو  د  امنیتی مسئلو په باب د افغانستان  له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې او  بحثونه وکړی .