افغانستان له پاکستان سره په خبرو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65447-افغانستان_له_پاکستان_سره_په_خبرو_ټینګار_وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرایی شورا د مشر د ویندوی مرستیال جاوید فیصل د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د رامینځته شویو تاوتریخوالو او اختلافاتو دحل لپاره له اسلام اباد سره د خبرو په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 00:53 Asia/Kabul
  • پاکستان په خپله خاوره کښې د ترهګرۍ پرضد د عملي اقداماتو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري .
    پاکستان په خپله خاوره کښې د ترهګرۍ پرضد د عملي اقداماتو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرایی شورا د مشر د ویندوی مرستیال جاوید فیصل د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د رامینځته شویو تاوتریخوالو او اختلافاتو دحل لپاره له اسلام اباد سره د خبرو په دوام ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل که څه هم دافغانستان حکومت په نږدې راتلونکی کښې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د حکومت عملی اقدام ته کومه هیله نلری خو د اسلام اباد له حکومت سره به خبرو ته دوام ورکړی .

د افغانستان د ملی یووالی د حکومت د اجرایی مشر د ویندوی مرستیال جاوید فیصل زیاته کړه پاکستان په خپله خاوره کښې د ترهګرۍ پرضد د عملی اقداماتو لپاره زیات وخت ته اړتیا لری .

دافغانستان ډیپلوماټیک پلاوی چې په تیرې جمعې ورځ د باندنیو چارو د وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ اسلام اباد ته تللی وو په شنبې ورځ د پاکستان دحکومت له استازیو سره خپلې خبرې له کوم پرمختګ ترلاسه کیدا پرته پاې ته ورسولې .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت د پاکستان له استازیو سره د شنبې ورځې دخبرو له ختمیدا وروسته وویل دغو خبرو اترو له ترهګرۍ سره د مبارزې ، د تاوتریخوالی دکمیدا او په هیواد کښې د صلحې او دپخلاینې د زیاتیدا په اړه هیڅ پرمختګ نه درلود .