د لبنان پر جنوب د صهیونیستي رژیم بریدونه
Aug 31, 2026 05:00 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د لبنان په جنوب کې څو ښارونه او سرحدي سیمې د یکشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو شاهدې وې.
د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ د لبنان په جنوب کې د مرجعیون په سیمه کې ستره چاودنه رامنځته کړې ده.
همداراز د لبنان په جنوب کې څو ښارونه او سرحدي سیمې د صهیونیستي رژیم د توپچي او هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
اسرائیلي توپخانې د میفدون، تولین، المنصوري او وادي السلوقي ښارونه بمبار کړي او د بیت یاحون او برعشیت ترمنځ سیمه یې هم په نښه کړې ده.
په همدې لړ کې اسرائیلي ځواکونو د علي الطاهر لوړو سیمو ته څېرمه د فاسفوري بمونو ډزې هم کړې دي.
صهیونیستي رژیم د المنصوري او صیاد سیمو کورونه او همداراز د زوطر سیند مسیر هم د توپچي بریدونو هدف ګرځولي دي.
ټیګونه