د ټاپي ګیس پروژه سبا په هرات کښې افتتاح کیږي
Feb 22, 2018 16:56 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د ټاپي د ګیس پروژې په افتتاحیه مراسمو کښې د ګډون په موخه هرات ولایت ته ورسید.
آوا خبري آژانس لیکلي چې ټاکل شوې ټاپي پروژه سبا د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سربیره، د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمد اف، د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د هندوستان د خارجه وزیرې سشما سواراج په شتون سره د افغانستان په خاوره کښې په رسمي توګه پرانیستله شي.
افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګیس د انتقال پایپ لاین په ټاپي مشهور دی.
د دې پروژې له مخې ټاکل شوې چې په کال کښې ۳۰ میلیارډ مکعب میټره ګیس د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته منتقل شي.
ټیګونه