په افغانستان کې د امریکا دپرمختګ هیڅ نښې نښانې نه ښکاری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66549-په_افغانستان_کې_د_امریکا_دپرمختګ_هیڅ_نښې_نښانې_نه_ښکاری
د امریکا د کانګرس د وسلوال ځواک دچارو د کمیشن په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، امریکا له شپاړسو کلونو راهسې تراوسه پورط په افغانستان کې په جنګ کې ښکیله ده او دامریکا بریاوې هم دشکونو په شپول کې دی او په دغه هیواد کې د امریکا د پرمختګ په باب هیڅ روښانه نښه نه لیدل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2018 16:53 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې د امریکا دپرمختګ هیڅ نښې نښانې نه ښکاری

د امریکا د کانګرس د وسلوال ځواک دچارو د کمیشن په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، امریکا له شپاړسو کلونو راهسې تراوسه پورط په افغانستان کې په جنګ کې ښکیله ده او دامریکا بریاوې هم دشکونو په شپول کې دی او په دغه هیواد کې د امریکا د پرمختګ په باب هیڅ روښانه نښه نه لیدل کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړدغه کمیشن   دامریکا دپوځ دمرکزی قوماندې  مشر جنرال جوزف  ووټل ته په خطاب کې  وئیلی دی ،  دامریکا دنوی سټراتژۍ په اساس،  په افغانستان کې د  امریکائی عسکرو شمیر څوارلس زره تنو ته رسیدلی ، خو  له ډیرو زیاتو ځانی او مالی  پانګونې سره سره ،    دپرمختګ  کومه روښانه   نښه نه ښکاری .

 دم ګړۍ  په افغانستان کې  په لسګونو زره امریکائی عسکر دیره دی او  واشنګټن چارواکی  ئې د زیاتولو   هڅه کوی .

 له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمه  په افغانستان کې  له ۲۰۰۱کال راهسې  دامریکا پوځی شتون ،تراوسه پورې    د لسګونو زره عامو افغانانو له  وژلو او د دغه هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو له تباه کولو پرته بله بریا نه ده درلودلې  او  په افغانستان کې  ناکراری هم   ورځ تربلې لاپسې په زیاتیدا دی .