طالبان دافغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرې نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66589-طالبان_دافغانستان_له_حکومت_سره_د_روغې_جوړې_خبرې_نه_کوی
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل د سولې د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې له هر ډول شرط پرته او په هرځای کې چې وی ، له طالبانو ډلې سره دهرډول خبرواترو لپاهر دکابل حکومت دچمتووالی خبر ورکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 09:48 Asia/Kabul
  • طالبان دافغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرې نه کوی

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل د سولې د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې له هر ډول شرط پرته او په هرځای کې چې وی ، له طالبانو ډلې سره دهرډول خبرواترو لپاهر دکابل حکومت دچمتووالی خبر ورکړی ؤ .

زمونږخبریال راپورراکړ  د افغانستان طالبانو ډلې  دکابل  په نړیوال کنفرانس کې  دافغان حکومت  دخبرواترو د غوښتنې په ردولو سره دا ، د  طالبانو ډلې په ضد یوه دسیسه بللې ده .

 دکابل   دسولې نړیوالې غونډې  له ترسره کیدا یوه ورځ وروسته   دافغانستان  طالبانو ډلې دیوې خبرتیا په خپرولو سره،د خبرواترو لپاره  دافغانستان د حکومت غوښتنه  غیر منطقی  بللی او  اعلان ئې کړې ،  د دغو هلو ځلو  موخه ،د  طالبانو ډلې  تسلیمیدا  ده.

 طالبانوډلې  په  دغې خبرتیا کې  امریکایانوته  په خطاب کې  افغانستان  نیول شوی  بللی  او  وئیلی ئې دی ، د کابل  له حکومت سره    په خبرواترو او دهغو   په روا بللو مشتمل د تاسو غوښتنه ،   په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره  د امریکا  هماغه کړن لاره ده .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون  د  کابل د سولې د  نړیوالې غونډې  په  پرانیستونکو دستورو کې   له هر ډول شرط پرته   او په هرځای کې چې وی ، له طالبانو ډلې سره   دهرډول خبرواترو لپاره دکابل  حکومت دچمتووالی  خبر ورکړی ؤ .

طالبانو ډلې  له دې مخکې   داشرف غنی له حکومت سره  خبرې اترې ،  له دغه هیواده د امریکا په مشرۍ  دنیواکګرو له وتلو سره مشروطې کړې وې .

 دافغانستان د حکومت په چورلیزتوب سره  له ترهه ګرۍ  سره  دمبارزې او د سولې  لپاره د  لارو چارو دوړاندې کولو به موخې سره د ؛ کابل  پروسې ، دوهمه نړیواله غونډه  پرون  د څه دپاسه شلو  هیوادونو او نړیوالو موسسو  د استازو په شتون سره   دافغانستان  دپلازمینې په چټی کولو او د  سختو امنیتی تابیاؤ   په غوره کولو سره ترسره شوه .