دطالبانو ډله دې دخبرواترو له فرصته سمه استفاده وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67085-دطالبانو_ډله_دې_دخبرواترو_له_فرصته_سمه_استفاده_وکړی
په افغانستان کې د املګروملتو دماموریت مشر چې د دغې موسسې په امنیت شورا کې ئې وینا کوله ، زیاته کړې ، دسولې ټینګیدا او له سیال سره لیده کاته ، هوډ شهامت او په تیره بیا ملی اتحاد او یووالی ته اړتیا لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 04:27 Asia/Kabul
  •   دطالبانو ډله دې دخبرواترو له فرصته سمه استفاده وکړی

په افغانستان کې د املګروملتو دماموریت مشر چې د دغې موسسې په امنیت شورا کې ئې وینا کوله ، زیاته کړې ، دسولې ټینګیدا او له سیال سره لیده کاته ، هوډ شهامت او په تیره بیا ملی اتحاد او یووالی ته اړتیا لری .

 فرانس پریس  خبری آژانس  له نیویارکه راپور ورکړ  په افغانستان کې  د ملګروملتو  دماموریت تادامیچی  یاماماتو  بیګا دطالبانو پر  ډلې غږ کړی ،  د  نیغ په نیغه خبرواترو  لپاره دې دکابل  دحکومت وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی .

 د دغه راپور په اساس  یاماماتو  په افغانستان کې  د ملګروملتو د ځواک د ماموریت  دتمیدیدیدا په مناسبت  ووئیل ،  د خبرواترو  وړاندیز  د کابل حکومت له خوا مطرح شوی ،  دا دی اوس  وخت رارسیدلی ،څو طالبان  هم  د کابل له حکومت سره  نیغ په  نیغه  خبرې اترې پیل کړی  چې  دافغان ملت  کړاؤنه اودردونه  ورسره پای ته ورسیږی .

  په افغانستان کې د املګروملتو  دماموریت مشر   چې   د دغې موسسې په امنیت شورا کې ئې  وینا کوله ،  زیاته کړې ، دسولې ټینګیدا او له سیال سره لیده کاته  ، هوډ  شهامت  او په تیره بیا ملی اتحاد او  یووالی ته اړتیا لری . هغه همداراز  په دې خبرې په ټینګار سره چې  سیاسی ثبات   هراړخیزو خبرواترو ته اړتیا لری ،  دافغانستان  پر سیاسی مشرانو غږکړی ،  ملی ګټو ته دې  پر  ګوندی او ګروهی   ګټو ترجیح ورکړی .