په فراه ولایت کښې شپاړس پولیس او عسکر وژل شوی
-
د فراه والي «عبدالبصیر سالنګي» چې د جنګ په ډګر دغور لپاره سیمې ته تللی وو دطالبانو په غلچکۍ حملې کښې بچ پاتې شو .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په لویدیځ کښې دفراه د ولایتی شورا مشر «فرید بختاور»د طالبانو په لاس د شپاړسو (۱۶)پولیسو او عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ .
هغه وویل طالبانو پرون د فراه ولایت په« بالابلوک »ولسوالۍ کښې په پولیسو او پوځیانو حمله وکړه چې له کبله یې دپوځ نهه(۹) کومانډوګان او اوه (۷)پولیس ووژل شول .
طالبانو درې (۳)حکومتی عسکر ژوندی ونیول .
له بلې خوا د افغانستان دفراه ولایت دپولیسو قوماندان فضل احمد شیرزاد هم په حکومتی عسکرو او پولیسو د طالبانو د برید دتائیدولو په ترڅ کښې وویل په دغه جګړه کښې شل (۲۰)طالبان او څلور(۴) حکومتی عسکر وژل شوی دی .
د فراه والی «عبدالبصیر سالنګی» چې د جنګ په ډګر دغور لپاره سیمې ته تللی وو دطالبانو په غلچکۍ حملې کښې بچ پاتې شو خو د هغه درې (۳)ساتونکی له طالبانو سره په جګړې کښې ژوبل شوی دی .