طالبان دې دکابل حکومت دسولې له وړاندیزه ګټه پورته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67659-طالبان_دې_دکابل_حکومت_دسولې_له_وړاندیزه_ګټه_پورته_کړی
ناصر جنجوعه په دغې کتنې کې د افغانستان د سولې دبهیر په باب د خپلو نیکو هیلو په ښودلو سره یو ځل بیا له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د روغې جوړې په باب د کابل حکومت د ورستی وړاندیز په هرکلی سره وئیلی دی ،طالبانو ډله باید له دغه وړاندیزه ګټه پورته کول پکار دی او که داسې ونه کړی ، نو په دغه هیواد کې بلکې په سیمې کې به اړۍ ګړۍ هماغه راز دوام وکړی ، چې دا د هیچا په ګټه نه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 18, 2018 08:54 Asia/Kabul
  • طالبان دې دکابل حکومت دسولې له وړاندیزه ګټه پورته کړی

ناصر جنجوعه په دغې کتنې کې د افغانستان د سولې دبهیر په باب د خپلو نیکو هیلو په ښودلو سره یو ځل بیا له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د روغې جوړې په باب د کابل حکومت د ورستی وړاندیز په هرکلی سره وئیلی دی ،طالبانو ډله باید له دغه وړاندیزه ګټه پورته کول پکار دی او که داسې ونه کړی ، نو په دغه هیواد کې بلکې په سیمې کې به اړۍ ګړۍ هماغه راز دوام وکړی ، چې دا د هیچا په ګټه نه ده .

زمونږخبریال د  جنګ  انټرنیټی سایټ له  قوله راپور راکړ   دپاکستان د ملی امنیت د  چارو سلاکار  ناصرجنجوعه  په کابل کې  د افغانستان دملی وحدت حکومت  داجرائی شورا له مشر عبدا... عبدا... سره   په کتنې کې  د دواړو هیوادونو  د  دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز د پوله ایزو سیمو د حالاتو او ترینګلتیاؤ په باب  سره مفصلې خبرې  وکړې .

 ناصر جنجوعه  په دغې کتنې کې د  افغانستان د سولې دبهیر په باب د خپلو نیکو   هیلو په ښودلو سره یو ځل بیا  له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د  روغې جوړې په  باب د کابل حکومت  د ورستی وړاندیز   په هرکلی سره  وئیلی دی ،طالبانو ډله باید له دغه   وړاندیزه  ګټه پورته کول پکار دی او که داسې  ونه کړی ، نو  په دغه هیواد کې بلکې په سیمې کې   به اړۍ ګړۍ هماغه راز   دوام وکړی ، چې دا د هیچا په ګټه نه ده .

 دافغانستان د ملی و حدت حکومت  داجرائی  شورا  مشر عبدا... هم په دغې کتنې کې  د  سولې په بهیر کې  مرسته  او غږملتیا د  دواړو هیوادونو  او سیمې په ګټه وبلله او وې وئیل   ترهه ګری اوترهه ګر  دهیچا ملګری نه شی کیدلی بلکې د ا ترهه ګر دی چې  سیمه ئې ترینګلی کړی او  دسیمې  د پرمختګ اوترقۍ مخه ئې  نیولې ده ،باید   په ګډې ملګرتیا او یو شان دریځونو په غوره کولو سره د  ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد  په یوه خوله مبارزه وشی . هغه په  عین حال کې یو ځل بیا  د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینّځ   په دوو اړخیزو خبروا اترو او دمشورو په زیاتولو ټینګار وکړ او وې وئیل ، باید   افغان او پاکستانی چارواکی  حالاتو ته په پام سره  خپل مینځۍ اړیکې  پراخې کړی ،څو  ترینګلی حالات یو ځل بیا   دښه ګاونډیتوب  لپاره په ښو ملګرتیاؤ بدل شی .