طالبان دهرې هغې هڅې هرکلی کوی چې افغانستان له ناورینه ژغوری
دطالبانو په اعلامیې کې وئیل شوی د طالبانو مشرتابه تل د پخوانیو جهادی تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړی او له هغوی یې غوښتی چې د جهاد په مقدس صف کی دې د خپل ولس ترڅنګ ودریږی، ځکه چې نیواکګر په ټول کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لری.
د افغانستان د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن سهار تهران ریډیو ته دیوې اعلامیې په رالیږلو سره په هرات ولایت کې د شهیدانو د پرتمینې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د هرات پخوانی والی محمد اسمعیل خان د غوښتنې په ځواب کې چې وئیلی ئې دی ، که د سولې په اړه د ګډ حکومت وړاندیزونو ته غبرګون نه ښیئ نو د جهاد له لویې کورنۍ سره دې خبرې وکړی چې په ګډه د هېواد ناورین او روانې جګړې ختمې شی، وئیلی دی ؛طالبان په اساسی توګه د ټولو هغو هڅو هرکلی کوی چې د هیواد د روانې لانجې د واقعی هواری په اړه کیږی.
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی د طالبانو مشرتابه تل د پخوانیو جهادی تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړی او له هغوی یې غوښتی چې د جهاد په مقدس صف کی دې د خپل ولس ترڅنګ ودریږی، ځکه چې نیواکګر په ټول کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لری.
په دغې اعلامیې کې همداراز یاته شوې ،د نیواکګرو د هڅو له امله هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږی او او س دوی (جهادی مشرانو)خپله هم دا حقیقت درک کړی چې نیواکګران د افغانستان د جوړولو په پلمه د هیواد د تباه کولو په لټه کې دی. طالبان د هر هغه لوری چې د دغې غمیزې پای ته درسولو لپاره هلې ځلې کوی ، او افغانستان دنیواکګرو له سپیرومنګولو د ژغورلو غوښتونکی دی ،هغه که جهادی شخصیتونه دی اوکه نور کسان ،ټولوته بلنه ورکوو چې د طالبانو له سیاسی دفتر سره د تفاهم لپاره ووینی څو په افغانستان کې د بهرنی نیواک دپای ، د اسلامی نظام د حاکمیت او د سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړی.