طالبان دهرې هغې هڅې هرکلی کوی چې افغانستان له ناورینه ژغوری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67762-طالبان_دهرې_هغې_هڅې_هرکلی_کوی_چې_افغانستان_له_ناورینه_ژغوری
دطالبانو په اعلامیې کې وئیل شوی د طالبانو مشرتابه تل د پخوانیو جهادی تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړی او له هغوی یې غوښتی چې د جهاد په مقدس صف کی دې د خپل ولس ترڅنګ ودریږی، ځکه چې نیواکګر په ټول کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2018 10:38 Asia/Kabul
  •  طالبان دهرې هغې هڅې  هرکلی کوی چې افغانستان له  ناورینه ژغوری

دطالبانو په اعلامیې کې وئیل شوی د طالبانو مشرتابه تل د پخوانیو جهادی تنظیمونو مشران په تیرو ۱۷ کلونو کې په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړی او له هغوی یې غوښتی چې د جهاد په مقدس صف کی دې د خپل ولس ترڅنګ ودریږی، ځکه چې نیواکګر په ټول کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لری.

د افغانستان د طالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا... مجاهد نن سهار  تهران ریډیو ته دیوې اعلامیې په رالیږلو سره  په هرات ولایت کې  د شهیدانو د پرتمینې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې  د هرات پخوانی والی محمد اسمعیل خان  د غوښتنې په  ځواب کې   چې وئیلی ئې دی ، که د سولې په اړه د ګډ حکومت وړاندیزونو ته غبرګون نه ښیئ  نو د جهاد له لویې کورنۍ سره دې خبرې وکړی چې په ګډه د هېواد ناورین او روانې جګړې ختمې شی، وئیلی دی ؛طالبان  په اساسی  توګه د ټولو هغو هڅو هرکلی کوی چې د هیواد د روانې لانجې د واقعی هواری په اړه کیږی.

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی  د طالبانو  مشرتابه تل  د پخوانیو جهادی تنظیمونو مشران په تیرو  ۱۷ کلونو  کې   په خپلو پیغامونو کې په کراتو په ډیر درنښت مخاطب کړی او له هغوی  یې غوښتی چې د جهاد په مقدس صف کی دې د خپل ولس ترڅنګ ودریږی، ځکه چې نیواکګر په ټول کې افغانستان او افغانانو ته هیڅ د خیر اراده نه لری.

 په دغې اعلامیې  کې همداراز یاته شوې ،د نیواکګرو د هڅو له امله هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږی او  او س دوی (جهادی مشرانو)خپله هم دا حقیقت درک کړی چې نیواکګران د افغانستان د جوړولو په پلمه د هیواد د تباه کولو په لټه کې دی. طالبان د هر هغه لوری چې  د دغې غمیزې  پای ته درسولو لپاره هلې ځلې کوی ، او افغانستان  دنیواکګرو له سپیرومنګولو د ژغورلو  غوښتونکی دی ،هغه که جهادی شخصیتونه دی اوکه نور کسان ،ټولوته بلنه ورکوو چې د طالبانو له سیاسی دفتر سره د تفاهم لپاره ووینی  څو په افغانستان کې د بهرنی نیواک دپای ، د اسلامی نظام د حاکمیت او د سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړی.