امریکا په رښتیا په افغانستان کې دامنیت په تامینولوکې جدی ده؟
د امریکا دملی امنیت سټراټژۍ ، لا روښانه اړخونه نندارې ته وړاندې کړی دی او دافغانستان په ولس او حکومتی چارواکو ئې دا روښانه کړې ده چې په افغانستان د امریکا لښکر کشی په افغانستان کې د جنګ دختمیدو لپاره نه ده ، بلکې له چین اور وسیې سره دمقابلې لپاره ده او دا چاره ، په افغانستان کې دجنګ دوام ته ا ړتیا لری .
دامریکادپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ چې پرون کابل ته په سفر تللی ؤ ،وئیلی دی ، دافغانستان لپاره دامریکاسټراټژی،په جدیّت سره اجرا کیږی.
زمونږ خبریال راپورر اکړ د امریکا دپوځ لوی درستیز بیګا له افغان ولسمشر اشر ف غنی سره په کتنې کې چې دکابل به ارګ کې شوی ،دغه راز وئیلی دی ، هیواد ئې دافغانستان د امنیتی ځواک ملاتړ او روزنې ته ژمن دی .
دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دامریکائی ځواک ستر قوماندان له اشرف غنی سره په کتنې کې دغه راز دافغانستان او سیمې دامنیت ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ، دسولې د پروسې او د انتخاباتو دامنیت دتامییندا په باب هم بحث او خبرې اترې کړی دی . جنرال ډنفرډ وئیلی دی ، افغانستان ته ئې دسفر موخه ، دافغانستان د دفاعی ا و امنیتی ځواک د روزنې او ملاتړ لپاهر امریکا دژمنتیا اعلانول دی . دهغه په وینا، امریکا دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره دخپلې سټراټژۍ داجرا په زمینې کې جدی ده .
دامریکا دغه لوړپوړی پوځی چارواکی له ترهه ګرۍ سره مبارزې په زمینې کې د افغان ملی اردو اوامنیتی ځواک په ستاینې سره وئیلی دی ،امریکا به له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د افغانستان دیوه تل پاتې سټراټژیک شریک په توګه د دغه هیواد د حکومت او ولس ترڅنګ وی او د افغانانو په مشرۍ او مالکیّت سره به د سولې دپروسې ملاتړ وکړی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغې کتنې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دامریکا او دناټو د نورو غړو هیوادونو دژمنتیا او له افغانستان سره په بیلابیلو ډګرونو کې دهغوی ملګرتیاؤ قدرونه وکړه .
دافغانستان د ولسمشرۍ دماڼۍ اعلامیه زیاتوی ، د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا.... عبدا... هم چې په دغې کتنې کې ئې شتون درلود، وئیلی دی ، دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره د امریکا نوی سټراټژی ، دافغانستان او سیمې د امنیت اوثبات لپاره ډیره مهمه ده او لازمه ده چې دسیمې هیوادونه د دغې سټراټژۍ په اجرا کې ملګرتیاوکړی .
باید ووئیل شی ، چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوه میاشتې مخکې په اګست میاشت کې دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره د نوی سټراټژۍ په اعلانولو سره پر پاکستان دسیاسی او پوځی دباؤنو دزیاتولو غوښتنه کړې وه ،څو دطالبانو ډلې له ملاتړه لاس په سر شی . دا په داسې حال کې د ی چې د دغې سټراټژۍ له اعلانه څه موده وروسته دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس دامریکا دحکومت له خوا د دغه هیواد د ملی امنیت سټراټژی هم اعلان کړه. هغه په دې وخت په ډاګه ووئیل ، دامریکا سټراټژی له ترهه ګرۍ سره په مبارزې نه ،بلکې له چین اوروسیې سره په مقابلې متمرکزه ده.
په دې باب دتهران ریډیو پښتو خپرونې د افغانستان دکابل چاپ ویسا ورځپاڼې د مسئول چلونکی ښآغلی محمد زبیر شفیقی نظر دټیلیفون له لارې پوښتلی ، چې هغه هم په ځواب کې وئیلی دی ، لومړۍ د افغانستان او جنوبی آسیا لپاره د امریکا سټراټژی یوه بشپړ جنګی سټراټژی ده چې د جنګ په سختیدا او دوام ټینګار کوی ،لکه څنګه چې په تیرو اوو میاشتو کې د دغې سټراټژۍ په اجرا کې په افغانستان کې دامریکائی پوځ شمیر زیات شو، ا مریکائی پوځیانو ته بشپړ اختیارات ورکړل شول او هرچرته او کله ئې چې زړۀ وغواړی ، پوځی اقدامات کولی شی ، په دغې مودې کې دامریکائی پوځ ړندې هوائی بمبارۍ لازیاتې شوی دی ، دعامو خلکو مرګ ژوبلې څو چنده زیاتې شوی دی ، او اوس بیا غواړی چې په کابل کې هم د شپې مهال دکور کور لټولو عملیات هم پیل کړی .حال دا چې هغه دباؤنه چې باید پر پاکستان زیات شوی وائ ، عملا دا کار نه دی شوی . دوهمه دا چې د امریکا دملی امنیت سټراټژۍ ، لا روښانه اړخونه نندارې ته وړاندې کړی دی او دافغانستان په ولس او حکومتی چارواکو ئې دا روښانه کړې ده چې په افغانستان د امریکا لښکر کشی په افغانستان کې د جنګ دختمیدو لپاره نه ده ، بلکې له چین اور وسیې سره دمقابلې لپاره ده او دا چاره ، په افغانستان کې دجنګ دوام ته ا ړتیا لری .
د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې مسئول چلونکی همداراز دامریکا له سټراټژۍ د افغانستان دلوړپوړو چارواکو د بشپړ ملاتړ په باب هم وئیلی دی ، دوی امریکایانو د واکوالۍ پر ګدۍ کیښناولی دی ،نو ځکه دوی دامریکا دغوښتنو په اپوټه خبرې نه شی کولی او مجبور دی دامریکا دملی ګټو دفاع وکړی او که داسې نه وی نو له واکوالۍ به لاسونه ووینځی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )