دافغانستان د ولسی جرګې غړیود سولې په لوړې شورا نیوکه وکړه
-
داپه داسې حال کښې دي چې دافغانستان دملي وحدت حکومت له طالبانو ډلې سره دسولې دکولو هڅه کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ولسی جرګې ځینوغړیوپرون په هیواد کښې د سولې او دثبات په ټینګیدا کښې د سولې د لوړې شورا په کمزوری کړچار نیوکې سره وویل ولسمشر اشرف غنی د انتخاباتو دتبلیغاتو په هدف سره له دغه شورا ناوړه استفاده کوی .
دافغانستان دپارلمان استازیو دغه راز د سولې دلوړې شورا په ړنګولو ټینګار سره وویل ددغه شورا غړی په خپله په هیواد کښې د سولې مخ ته د پراتو مشکلاتو برخه ده .
دافغانستان د پارلمان د مشر لومړی مرستیال همایون همایون هم په دې اړه وویل د سولې دلوړې شورا دفتر د ولسمشر د انتخاباتو په کمیټۍ بدل شوی دی او په هیواد کښې د سولې په زمینه کښې یې هیڅ بریا نه دی لرلی .
دافغانستان په پارلمان کښې د کونړ ولایت دخلکو استازی شهزاده شاهد وویل دسولې لوړه شورا په حقیقت کښې په هیواد کښې دسولې دټینګیدا په لاره کښې خنډ ده .
دافغانستان دپارلمان یوه بل غړی جعفر مهدوی وویل دسولې لوړه شورا خپلواکه نه ده او د ولسمشر دحکمونو تابع ده .
له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې هم ویلی وو د سولې لوړه شورا ترټولو فاسده حکومتی اداره ده .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان دملی وحدت حکومت له طالبانو ډلې سره دسولې دکولو هڅه کوی