دافغانستان د ولسی جرګې غړیود سولې په لوړې شورا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68106-دافغانستان_د_ولسی_جرګې_غړیود_سولې_په_لوړې_شورا_نیوکه_وکړه
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ولسی جرګې ځینوغړیوپرون په هیواد کښې د سولې او دثبات په ټینګیدا کښې د سولې د لوړې شورا په کمزوری کړچار نیوکې سره وویل ولسمشر اشرف غنی د انتخاباتو دتبلیغاتو په هدف سره له دغه شورا ناوړه استفاده کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 00:56 Asia/Kabul
  • داپه داسې حال کښې دي چې دافغانستان دملي وحدت حکومت له طالبانو ډلې سره دسولې دکولو هڅه کوي .
    داپه داسې حال کښې دي چې دافغانستان دملي وحدت حکومت له طالبانو ډلې سره دسولې دکولو هڅه کوي .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ولسی جرګې ځینوغړیوپرون په هیواد کښې د سولې او دثبات په ټینګیدا کښې د سولې د لوړې شورا په کمزوری کړچار نیوکې سره وویل ولسمشر اشرف غنی د انتخاباتو دتبلیغاتو په هدف سره له دغه شورا ناوړه استفاده کوی .

دافغانستان دپارلمان استازیو دغه راز د سولې دلوړې شورا په ړنګولو ټینګار سره وویل ددغه شورا غړی په خپله په هیواد کښې د سولې مخ ته د پراتو مشکلاتو برخه ده .

دافغانستان د پارلمان د  مشر لومړی مرستیال همایون همایون هم په دې اړه وویل د سولې دلوړې شورا دفتر د ولسمشر د انتخاباتو په کمیټۍ بدل شوی دی او په هیواد کښې د سولې په زمینه  کښې یې هیڅ بریا نه دی لرلی .

دافغانستان په پارلمان کښې د کونړ ولایت دخلکو استازی شهزاده شاهد وویل دسولې لوړه شورا په حقیقت کښې په هیواد کښې دسولې   دټینګیدا په لاره کښې خنډ ده .

دافغانستان دپارلمان یوه بل غړی جعفر مهدوی وویل دسولې لوړه شورا خپلواکه نه ده او د ولسمشر دحکمونو تابع ده .

له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې هم ویلی وو د سولې لوړه شورا ترټولو فاسده حکومتی اداره ده .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان دملی وحدت حکومت له طالبانو ډلې سره دسولې دکولو هڅه کوی