دبهرنیو عسکرو وتل،په افغانستان کې د سولې سریزه ده
دایران مرستیال خارجه وزیر همداراز په افغانستان کې دسولې دبهیر دپرمخ بیولو په موخې سره د دغه هیواد له حکومت سره د مرستو لپاره داسلامی ایران چمتووالی یو ځل بیا اعلان کړ .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر سیدعباس عراقچی چې داربکستان په تاشکند کې د افغانستان دسولې په نړیوال کنفرانس کې دګډون لپاهر دیوه پلاوی په مشرۍ دغه هیوادته په سفر تللی ، بیګا ئې په دغې غونډې کې ، په افغانستان جنګ اوناکراری ، دبهرنیو عسکرو دشتون نتیجه بللې .
هغه د دې خبرې په کولو سره چې په تیر وخت کې د افغانستان دشخړې دحل لپاره پوځی کړچار اوعملیاتوماته خوړلې اوپه راتلونکی کې به ماته وخوری، دسولې دخبرو اترو په بهیر کې ئې دحاضریدو لپاره له وسلوالو مخالفانو څخه په بلنې مشتمل دافغان ولسمشر د وروستی نوښت هرکلی وکړ .
عباس عراقچی ووئیل دافغانستان دحکومت دغه اقدام یو مثبت ګام دی ، چې په جنګ کې ښکیل لوری ، د دغه هیواد د مشکلاتو اوشخړو لپاره د سیاسی حل لارې دموندلو په موخې سره خبرواترو ته بولی .
دایران مرستیال خارجه وزیر همداراز په افغانستان کې دسولې دبهیر دپرمخ بیولو په موخې سره د دغه هیواد له حکومت سره د مرستو لپاره داسلامی ایران چمتووالی یو ځل بیا اعلان کړ .
په افغانستان کې دسولې، امنیتی ملګرتیا او دسیمه ایزو ارتباطاتو په عنوان سره دتاشکند دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرون ناوخته د افغانستان او اربکستان دلسمشرانو او د ۲۵هیوادونو او سیمه ایزو اونړیوالو موسسو د استازو په شتون سره دازبکستان په تاشکند کې پای ته ورسید.