د افغانستان د ولسي جرګي انتخابات بیا وځنډیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68272-د_افغانستان_د_ولسي_جرګي_انتخابات_بیا_وځنډیدل
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن یوځل بیا د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه بدله کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 13:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسي جرګي انتخابات بیا وځنډیدل

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن یوځل بیا د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه بدله کړه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن غړي سید حفیظ ا... هاشمي نن وویل: د افغانستان د پارلیمان او ولایتي شوراګانو انتخابات به د روان کال د اکتوبر په شلمه نیټه ترسره شي او دا نیټه به بدله نه شي.

له دې مخکښې د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د ټاکنو نیټه د جولایۍ اومه اعلان کړې وه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد د پارلیمان کاري پړاؤ د ۱۳۹۴ په پسرلي کښې پاې ته رسیدلې وه خو غړي یې د افغان ولسمشر اشرف غني د یو حکم له مخې همهغه شان خپل کار جاري ساتي.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دغه ارګان د انتخاباتو د ترسره کیدو د نیټې د بدلون په هکله وویل چې دا کار د منلو نه دی او د انتخاباتو د کمیشن مسئولان یې باید ځواب ورکړي.