له کابله حکومت سره دطالبانودخبروپیلیدا،د بهرنیوعسکرو د وتلوسریزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68280-له_کابله_حکومت_سره_دطالبانودخبروپیلیدا_د_بهرنیوعسکرو_د_وتلوسریزه_ده
خپلواک زیاته کړې ، افغانان غواړی له هیواده ئې بهرنی عسکر ووځی ، خو جنګ لامل شوې چې دغه ځواکونه په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • له کابله حکومت سره دطالبانودخبروپیلیدا،د بهرنیوعسکرو د وتلوسریزه ده

خپلواک زیاته کړې ، افغانان غواړی له هیواده ئې بهرنی عسکر ووځی ، خو جنګ لامل شوې چې دغه ځواکونه په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دافغانستان دسولې دعالی شورا  منشی محمد اکرم خپلواک پرون مازدیګر په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دافغانستان د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې  جوړې  دخبرو اترو  په پیلیدا سره  به  له دغه هیواده  دبهرنیو عسکرو  د وتلو مهال ویش برابر شی .

 خپلواک زیاته کړې ، افغانان غواړی له هیواده ئې بهرنی عسکر ووځی ، خو  جنګ لامل شوې  چې دغه ځواکونه  په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .

 طالبانو ډلې تل   د کابل   له حکومت سره د سولې دخبرواترو  د وارمخکې شرط په توګه   له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل  اعلان کړی دی .

 د ازبکستان په   تاشکند کې :  په    افغانستان کې   د امنیت  د  تامنیدا او د سیمه ایزې  ملګرتیا دوه ورځنۍ  نړیواله غونډه  تیرې سه شبنې په ورځې  دپایزې  اعلامیې په خپرولو سره  پای ته رسیدلې چې  په هغې کې ئې  دافغانستان  دحکومت او طالبانو ډلې   دخبرواترو  د پیلیدا په ضرورت ټینګار کړی دی .

  همدااوس  په افغانستان کې  څه دپاسه پنځلس زره امریکائی  عسکرو پشمول کابو اتلس زره بهرنی عسکر دیره دی   چې  په دغه هیواد کې د  ترهه ګرۍ او   افراط پالنې  په ضد د مبارزې په پلمه ئې  خپل شتون ته دوام ورکړی دی .