په افغانستان کې سوله دبهرنیوعسکروپه شتون سره نه تامینیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68426-په_افغانستان_کې_سوله_دبهرنیوعسکروپه_شتون_سره_نه_تامینیږی
دافغانستان دولسی جرګې یو شمیر ا ستازو افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږدولو کې د امریکا دجنګ غواړی اقدام په محکومولو سره وئیلی دی ، په افغانستان کې دسولې ټینګیدا دبهرنیو عسکرو په زیاتیدو سره هیڅ امکان نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 03, 2018 01:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې سوله دبهرنیوعسکروپه شتون سره نه تامینیږی

دافغانستان دولسی جرګې یو شمیر ا ستازو افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږدولو کې د امریکا دجنګ غواړی اقدام په محکومولو سره وئیلی دی ، په افغانستان کې دسولې ټینګیدا دبهرنیو عسکرو په زیاتیدو سره هیڅ امکان نه لری .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دافغانستان  د ولسی جرګې په پرونئ  ناستې کې  د هرات ولایت  دخلکو استازی  صالح  محمد سلجوقی  په افغانستان کې د امریکائی عسکرو  په شتون په سختو نیوکو سره  ووئیل په تیرو اولسو کلونو کې  ثابته شوې چې  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو په شتون سره   سوله نه ټینګیږی.

    هغه روښانه کړې ،   دسولې اوامنیت تامینیدا  دافغانستان د ملت کار دی او باید  ولس د دغه کار   تامینیدا لپاره لاس په کار شی .

  دافغانستان د دایکنډی  ولایت دخلکو استازی  نصر ا... صادقی زاده هم  ددې خبرې په کولو سره چې  بهرنیان   دافغانستان د ولس لپاره  د آرامښت  دتامینولو  وس نه لری ، ووئیل؛   یوازې   هغه سوله به ګټه وره وی ، چې  دهیواد له داخله اوپخپله د ولس په لاس تامین شی . د  ولسی جرګې یوه بل غړی ،زمری  پادخوابی   هم ټینګار کړی ، په تیرو اولسو کلونو کې   په دغه هیواد کې دنړۍ  دڅلویښتو هیوادونو عسکرو شتون درلودلی ، خو   سوله اوامنیت ئې ټینګ کړائ شوی نه دی .

 دافغانستان  دولسی  جرګې غړو پرون    د سولې عالی شورا  مسئولان ،له طالبانو ډلې سره د خبرواترو  او د حل لارو د ترلاسه کولو  په باب دځواب وئیلو لپاره  پارلیمان ته ورغوښتی وو ،خو د دغې شورا غړی  په پارلیمان   کې حاضر شوی نه دی .