له ترکيې نه افغانستان ته د افغان مهاجرينو ستنېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68762-له_ترکيې_نه_افغانستان_ته_د_افغان_مهاجرينو_ستنېدل
په ترکيې کښې د افغان مهاجرينو وړومبۍ ډله د کابل او انقرې ترمېنځ له موافقې وروسته له دغه هېواد څخه افغانستان ته منتقله شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 09:22 Asia/Kabul
  • له ترکيې نه افغانستان ته د افغان مهاجرينو ستنېدل

په ترکيې کښې د افغان مهاجرينو وړومبۍ ډله د کابل او انقرې ترمېنځ له موافقې وروسته له دغه هېواد څخه افغانستان ته منتقله شوه.

د آناتولي خبري اژاسن د رپوټ له مخې د ترکيې پوليسو هغه  ۲۲۷ غير قانوني افغان مهاجرين چې په آغري، ايغدير ا ارزروم صوبو کښې يې نيولي وو نن سحر افغانستان ته ستانه کړل.

له دې مخکې د ترکيې د ملي امنيت ادارې ويلي وو چې د افغان او ترکيې حکومتونو ترمېنځ له موافقې وروسته به ډېر زر له افغان مهاجرينو څخه ۶۷۰ تنه کابل ته ستانه کړې شي.

د افغانستان د امنيتي حالاتو د سختوالي او د نامناسبه اقتصادي حالت په وجه هره ورځ په سلګونو افغانان مختلفو هېوادونو ته مهاجرت کوي.

له تېرو څلورو لسيزو راهسې د شوروي ځواکونو او بيا د امریکائي فوځيانو لخوا د افغانستان په قبضه کولو سره په ميلينونو تنه له افغانستانه کډه په سرشول چې له هغو څخه لږ تر لږ درې ميلين په قانوني توګه به ايران کښې ژوند کوي.