دافغانستان طالبان باید د سولې ملاتړ وکړی
Apr 09, 2018 23:48 Asia/Kabul
-
طالبانو ډله باید د افغانستان د حکومت دسولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .
دافغانستان د ازاد قبائلو د عمومی اتحادیې مشر زرجان شینواری له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل اوس وخت رسیدلی دی چې طالبانو ډله د اختلافاتو په څنګ ته کولو سره له حکومت سره د سولې خبرې وکړی .
هغه زیاته کړه طالبانو ډله باید د افغانستان د حکومت دسولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی ځکه چې جنګ دهیواد په ګټه نه دی .
شینواری ادعا وکړه دافغانستان قبائل له جنګ ستړی شوی دی پردې اساس له حکومت او طالبانو غواړی چې تر خپل مینځه د سولې زمینه برابره کړی .
ټیګونه