دافغانستان طالبان باید د سولې ملاتړ وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68870-دافغانستان_طالبان_باید_د_سولې_ملاتړ_وکړی
دافغانستان د ازاد قبائلو د عمومی اتحادیې مشر زرجان شینواری له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل اوس وخت رسیدلی دی چې طالبانو ډله د اختلافاتو په څنګ ته کولو سره له حکومت سره د سولې خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2018 23:48 Asia/Kabul
  • طالبانو ډله باید د افغانستان د حکومت دسولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .
    طالبانو ډله باید د افغانستان د حکومت دسولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي .

دافغانستان د ازاد قبائلو د عمومی اتحادیې مشر زرجان شینواری له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل اوس وخت رسیدلی دی چې طالبانو ډله د اختلافاتو په څنګ ته کولو سره له حکومت سره د سولې خبرې وکړی .

هغه زیاته کړه طالبانو ډله باید د افغانستان د حکومت دسولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی ځکه چې  جنګ دهیواد په ګټه نه دی .

شینواری ادعا وکړه دافغانستان قبائل له جنګ ستړی شوی دی پردې اساس له حکومت او طالبانو غواړی چې تر خپل مینځه د سولې زمینه برابره کړی .