د پاکستانیو پوځیانوهرډول سرحدی خلاف وزرۍته به کلک ځواب ورکړو
ډیری کارپوهان او دسیمې سپین روبی په دې اند دی چې دپاکستان او افغانستان سیاسی او پوځی چارواکی دشخړو اواړۍ ګړۍ په ځای سره کینی او پوله ایزې شخړې په خبرو او مشورو سره حل کړی او دریم ګړی ته دې موقع په لاس نه ورکوی چې په خړو اوبو کې کبان ونیسی ،ځکه ځینی کړۍ شته چې غواړی دغه دواړه ګاونډی او مسلمان هیوادونه سره ښکر په ښکر وی او سیمه د ترینګلتیاؤ په لور وکاږی .
له کابله زمونږ خبریال رپور راکړ ،د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی محمد رادمنش ویلی دی د خوست ولایت په ځاځی میدان سیمېکښې د پاکستایوپوځیانو سرحدی خلاف ورزی به د افغانستان د سرحدی ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شی.
د خوست ولایت د پولیسو د قومندانۍ سرپرست هم ویلی، د پاکستانی او افغان سرحدی ځواکونو د نښتې له امله شپږ پاکستانی پوځیان او یو افغان عسکر وژل شوی او یو پاکستانی پوځی ژوندی نیول شوی دی.
په دغه نښته کښې یو افغان ملکی وګړی هم مړ شوی او درې نور زخمی شوی دی.
راپورونه ښئ دکورمې ایجنسۍ له خرلاڅۍ پولې سره نزدې دافغانستان د ډنډې پټان ولسوالۍ پوله ساتونکی هم چې له خوست ولسوالۍ سره ګډه پوله لری ، په پوله موجودو پاکستانی سرحدی ځواک سره نښتی دی ، چې وئیل کیږی په د غې نښتې کې هم مرګ ژوبلې اوښتی دی .
البته ډیری کارپوهان او دسیمې سپین روبی په دې اند دی چې دپاکستان او افغانستان سیاسی او پوځی چارواکی دشخړو اواړۍ ګړۍ په ځای سره کینی او پوله ایزې شخړې په خبرو او مشورو سره حل کړی او دریم ګړی ته دې موقع په لاس نه ورکوی چې په خړو اوبو کې کبان ونیسی ،ځکه ځینی کړۍ شته چې غواړی دغه دواړه ګاونډی او مسلمان هیوادونه سره ښکر په ښکر وی او سیمه د ترینګلتیاؤ په لور وکاږی .