په کابل کښې امریکايي ځواکونو یو هلک په موټر ووژۀ
د کابل ښار په مسعود څلور لارې کې د امریکايي ځواکونو موټریز کاروان یو هلک په موټر وهلی او وژلی دی.
پېښه نن غرمه ۱۲ بجې شاوخوا را منځته شوې.
د پيښې سمدستي وروسته امریکايي موټر له صحنې څخه تښتېدلې او هلک یې د سړک پر غاړه مرګ ته پرې ایښی دی.
د پيښې وروسته خلک را ټول شوي او پر څلور لاری یې د امریکایانو پر خلاف لاریون کړی او لاره یې د ترافیک پر مخ تړلې ده.
باید وویل شي چې تېره اونۍ هم بهرنیانو دوه تنه په موټر وهلي وه چې په اړه یې ډول ډول خبرونه ورکول شوي وو.
ځینو سرچینو ویلي وه چې دوه تنه ماشومان یې ځای پر ځای وژلي او یوه مېړه او ښځه یې ټپيان کړي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کښې هم يو امريکائي ډېپلومېټ په د پاکستان په اسلام آباد کښې دوه موټر سائيکل سورو ځوانانو باندې موټر وروخېژوۀ چې له امله يې يو ځوان په موقع ووژل شو او بل سخت ژوبل شو چې له دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د دغه ډېپلومېټ موټر بند کړ، د هغه د ډرائيونګ لائسنس يې باطل کړ او دغه ډېپلومېټ چې امريکې ته د تېښتې په حال کښې ؤ له هوائي ډګره راستون او د دوسيې تر قانوني چاره جوئۍ او فېصلې پورې له پاکستانه ممنوع الخروج اعلان کړ.