افغان حکومت د خبرواترو لپاره د طالبانو د ځواب په تمه دی
Apr 25, 2018 10:57 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې د دغه هیواد حکوت د نیغ په نیغه خبرواترو د وړاندیز په هکله د طالب ډلې لخوا هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د روسیې تاس خبري آژانس لیکلي چې محمد حنیف اتمر نن وویل: د کابل حکومت په افغانستان کښې د اختلافاتو او کړکیچ د ختمولو لپاره د خبرواترو د پیلولو لپاره د طالب ډلې لخوا د مثبت ځواب په تمه دی.
دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د دې ډلې غړو له نن سهار څخه د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د (الخندق) په نوم خپل پسرلیز عملیات پيل کړي دي.
ټیګونه