ملګری ملتونه دې دافغانانوپه مشرۍدسولې دبهیرملاتړوکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69968-ملګری_ملتونه_دې_دافغانانوپه_مشرۍدسولې_دبهیرملاتړوکړی
ډیری سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندی په دې اند دی چې په افغانستان کې د امریکائی او نورو بهرنیو عسکرو شتون په دغه هیواد کې د جنګ جګړو اوناکراریو د زیاتیدا لامل شوی او دسولې دبهیر په وړاندې خنډونه حسابیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 26, 2018 08:10 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دې دافغانانوپه مشرۍدسولې دبهیرملاتړوکړی

ډیری سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندی په دې اند دی چې په افغانستان کې د امریکائی او نورو بهرنیو عسکرو شتون په دغه هیواد کې د جنګ جګړو اوناکراریو د زیاتیدا لامل شوی او دسولې دبهیر په وړاندې خنډونه حسابیږی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  دافغانستان خارجه وزیر صلاح الدین ربانی  دملګروملتو په ځانګړی غونډې کې چې  د نړیوالې سولې په باب ترسره شوی ،  دافغانانو په مشرۍ ئې  دسولې له بهیره د  دغه نړیوال اورګان  د ملاتړپ ه ضرورت ټینګار وکړ .

 دافغانستان خارجه وزیر وئیلی ، په سیمې ک دناکراریو  دپیزوانی کولو لپاره ، باید  دبې ثباتۍ  دعواملو له پیژندلو وروسته  له هغوی سره مقابله وشی .

 هغه  روښآنه کړې ، تر څو چې  د هیوادونو ترمینځ تعامل نه وی ،    په سیمې اونړۍ کې  سوله اوثبات  نشی راتللی .

 ربانی دغه راز وئیلی دی ،  ترهه ګری او افراط پالنه   افغانستان  او نورو هیوادونه په  جدی توګه ګواښی  ،نو باید  له کوم توپیر پرته له دغې سپیرې بلا سره  مبارزه وشی .

  د امریکا د نوی سټراټژۍ له اعلانه وروسته ،په افغانستان کې جنګ جګړې او ناکرارۍ  لاپراخې شوی او  له اطالبانو ډلې سره د سولې او روغې جوړې دخبرواترو  دپیلولو لپاره دافغانستان  دحکومت هلو ځلو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې .