امریکاهماغه راز له افغان امنیتی ځواکه دملاتړ ډنډورې وهی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70056-امریکاهماغه_راز_له_افغان_امنیتی_ځواکه_دملاتړ_ډنډورې_وهی
مایک پنس په داسې حال کې له اشرف غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې دافغانستان د امنیتی ځواک څخه ملاتړ ته دامریکا دژمنتیا ادعا مطرح کړې ، چې په کرتو د دغه هیواد حکومت دافغانستان پوځ او پولیسو د سنبالتیا اوروزنې لپاره دخپلو ژمنتیاؤ دترسره کولو ضرورت ته دسپینې ماڼۍ په بې پامۍ په نیوکو سره د دغه ډول اړتیاؤ دتامینولو لپاره له نورو هیوادونو سره ملګرتیا په ایجنډا کې راوستې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2018 00:58 Asia/Kabul
  • امریکاهماغه راز له افغان امنیتی ځواکه دملاتړ ډنډورې وهی

مایک پنس په داسې حال کې له اشرف غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې دافغانستان د امنیتی ځواک څخه ملاتړ ته دامریکا دژمنتیا ادعا مطرح کړې ، چې په کرتو د دغه هیواد حکومت دافغانستان پوځ او پولیسو د سنبالتیا اوروزنې لپاره دخپلو ژمنتیاؤ دترسره کولو ضرورت ته دسپینې ماڼۍ په بې پامۍ په نیوکو سره د دغه ډول اړتیاؤ دتامینولو لپاره له نورو هیوادونو سره ملګرتیا په ایجنډا کې راوستې ده .

ایرناخبری ا ژآنس راپور ورکړی ، دامریکا   مرستیال ولسمشر مایک پنس  پرون ناوخته  دافغانستان له ولسمشر  اشرف غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې    د دغه هیواد  له امنیتی ځواکه  ملاتړ ته دسپینې ماڼۍ د ژمنتیا  مدعی شوی او وئیلی ئې دی ،  امریکا  ژمنه ده چې د افغانستان دامنیتی ځواک   په ماډرنو وسلو دسنبالتیا  ا قدام وکړی .

  مایک پنس  په کابل کې   درای  د ورکونکو دنامو  په یوه ثبتونکی مرکز کې  وروستۍ ترهه ګرۍ حملې ته په اشارې سره  په افغانستان کې   دراتلونکو انتخاباتو په شفاف ډول  په ترسره کیدا او  د دغه هیواد دثبات  لپاره د  خلکو دسیاسی ګډون په پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی .

 ټاکل شوې ده د افغانستان د  پارلیمانی  اوولایتی شوراګانو  انتخابات  په راتلونکی اکتوبر میاشت کې تر سره شی .

  دامریکا  مرستیال ولسمشر   همداراز  په پسرلی کې   په افغانستان کې  دحملو دزیاتولو په باب د طالبانو ډلې د  وروستی     اعلان په غبرګون کې  هم  مدعی شو،  دافغانستان   له حکومت اوامنیتی ځواکه    د ملاتړ اوملګرتیاؤ لپاره  دسپینۍ  ماڼۍ  نړیوالې ژمنې ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ   دنوی سټراټژۍ په چوکاټ کې   دوام مومی .