په افغانستان کې به انتخابات پخپل ټاکلی وخت وشی
اشرف غنی په هېواد کې وروستیو ترهه ګرو حملو ته په اشارې سره وویل چې وژل او بربادی مسؤلیت نه، بلکې د بېمسئولیتۍ او فتنې مثالونه دی او فتنه په اسلام کې حرامه ده.
زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی چې نن ئې په کابل کې د افغان ښځو په پنځم نړیوال سمپوزیم کې خبرې کولې وویل ،په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انتخاباتو د نوملیکنې پر مرکزونو د وسلوالو مخالفانو حملې زیاتې شوی چې موخه ئې شفافو انتخاباتو او ولسواکې خار پار اچول دی ، باید ټول ټاکنې پخپل وخت ترسره شی .
هغه چې د راتلونکی لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه به ئې له انتخاباتو ترسره کیدا وروسته د ولسمشر په توګه دنده پای ته ورسېږی ټینګار کړی ، سږ کال انتخابات حتما کېږی او راتلونکی کال کې به د ولسمشرۍ ټول ټاکنې ترسره شی ،بایداساسی قانون اول پر ولسمشرۍ اعمال شی، ځکه ټول باید د اساسی قانون پابنده ووسی،هر څوک چې انتخابات تخریبوی ثبات تخربیوی."
اشرف غنی په هېواد کې وروستیو ترهه ګرو حملو ته په اشارې سره وویل چې وژل او بربادی مسؤلیت نه، بلکې د بېمسئولیتۍ او فتنې مثالونه دی او فتنه په اسلام کې حرامه ده.
ده دا هم وویل چې د افغانستان دښمنان د دغه هېواد راتلونکی ته مثبته مفکوره نهلری.
هغه پر خلکو غږ وکړ،د امنیت په راوستو کې د دوی ونډه اړینه ده او باید خپل مسؤلیت وپیژندئ.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ په جنوبی ولایت خوست کې په یوه جومات کې چې د انتخاباتو د نوملیکنې یو مرکز پکې وو، حمله شوې چې په لسګونو عام کسان ئې مړه او ټپیان کړی دی .