په افغانستان کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونه وغندل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71278-په_افغانستان_کښې_د_صهیونیسټي_رژيم_جنایتونه_وغندل_شول
د افغانستان دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو په کابل کښې یوه غونډه کښې د فلسطیني مسلمانانو په نسل وژنه کښې د صهیونیسي رژيم جنایتونه او نیواکي قدس ته د امریکې د سفارت انتقال وغنده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2018 14:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونه وغندل شول

د افغانستان دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو په کابل کښې یوه غونډه کښې د فلسطیني مسلمانانو په نسل وژنه کښې د صهیونیسي رژيم جنایتونه او نیواکي قدس ته د امریکې د سفارت انتقال وغنده.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې اهل سنت عالم او د کابل پوهنتون استاد فضل هادي وزین وویل: له تل ابیب څخه نیواکي قدس ته د امریکې د سفارت په منتقلولو کښې د امریکې د ولسمشر ډنلډ ټرمپ اقدام د اسلامي او انساني مقدساتو سپکاوی او د ټولو حقوقي او نړیوالو اصولو خلاف دی.

هغه په دې خبرې سره چې امریکا او صهیونیسټي رژيم دواړه جنایتکار دي، زیاته کړه: د نړۍ مسلمانان به د امریکايي واکوالانو د زور وینې په وړاندې سر ټیټ نه کړي او د افغانستان ولس د نورو اسلامي ولسونو په شان د فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړ دی.

د افغانستان د نهضت اسلامي ګوند مشر مولوي محمد مختار مفلح هم په سیمه کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ جنایتکارو اقداماتو ته په اشارې سره وویل: نن سبا په نیواکي فلسطین کښې د روانو ټولو جنایتونو تر شا د امریکې، صهیونیسټي رژيم او سعودي عربستان سپيره مثلث دی.

هغه په دې خبرې سره چې امریکا د صهیونیسټي رژیم اصلي ملاتړې ده، زیاته کړه: د سعودي رژیم مشرانو هم د امریکې او نړیوالې استکبار د نوکرۍ نوی ډول غوره کړی دی.