امریکا او عربستان دداعش ډلې غړی افغانستان ته انتقالوی
-
امریکا د سعودي عربستان او دصهیونیسټ رژيم په ملګرتیا سره هڅه کوي دداعش ډلې غړي یو ډول افغانستان او دمرکزي اسیا هیوادونو ته انتقال کړي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند علی واحدی مرکزی اسیا او افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې دغړیو د انتقالولو لپاره د دښمانانو ددسیسو په اړه خبرداری ورکړ .
هغه په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلی ماتی ته په اشارې سره وویل امریکا د سعودی عربستان او دصهیونیسټ رژیم په ملګرتیا سره هڅه کوی دداعش ډلې غړی یو ډول افغانستان او دمرکزی اسیا هیوادونو ته انتقال کړی .
واحدی وویل امریکا کوشش کوی له افغانستان څخه دسیمې دځینو هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو او د سیمې دهیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالی د رامینځته کولو لپاره خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره دیوې(۱) اډې په توګه استفاده وکړی .
دافغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند علی واحدی په عین حال کښې ټینګار وکړ ایران او افغانستان کولای شی له داعش سره دمبارزې په شان له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې ملګرتیا وکړی .