دافغانستان حکومت او طالبان یوبل ته د مرګ ژوبلو داړولو ادعا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71380-دافغانستان_حکومت_او_طالبان_یوبل_ته_د_مرګ_ژوبلو_داړولو_ادعا_کوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان حکومت او طالبان په فراه ولایت کښې یوبل ته د درنې مرګ ژوبلې او د تاوانونو د رسولو ادعا کوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2018 06:42 Asia/Kabul
  • دفراه ښار په نښتو کښې درې سوه (۳۰۰)طالبان وژل شوي او کابو دوه سوه(۲۰۰) نور ژوبل دي .
    دفراه ښار په نښتو کښې درې سوه (۳۰۰)طالبان وژل شوي او کابو دوه سوه(۲۰۰) نور ژوبل دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان حکومت او طالبان په فراه ولایت کښې یوبل ته د درنې مرګ ژوبلې او د تاوانونو د رسولو ادعا کوی .

عینی کتونکی وایی چې دافغانستان طالبانو د فراه ښار دریمه(۳) امنیتی حوزه نیولی وه خو حکومتی سرچینی دغه څرګندونې نه  منی او طالبان هم ادعا کوی چې د فراه ولایت دملی امنیت امنیه قوماندنۍ یې هم نیولی وه .

عینی شاهدان زیاتوی چې طالبانو له فراه ښار څخه شاتګ کړی او دا مهال هلته حالات ارامه دی او ځینې دکانونه هم پرانیستل شوی دی خو ښار لا هم پوځی بڼه لری او  په بیلابیلو سیمو کښې حکومتی ځواکونه لیدل کیږی .

دافغانستان په فراه ولایت کښې دطالبانو او د حکومتی عسکرو ترمینځ په جنګونو کښې ځینو دکانونو،  یوه رستوران او د کرهڼې او د ویټرنرۍ د انسټی ټیوټ ډیرې کوټې ویجاړې شوی دی او د بریښنا د امریت  ودانۍ هم سوځیدلی ده  او د ملی امنیت د ریاست درې(۳) برجونه هم زیانمن شوی .

دفراه ولایت د دارالمعلمین ځینې او دفراه د دریم لمبر ښوونځی دوې(۲) خونې هم سوځیدلی دی .

دافغانستان حکومتی چارواکی پینځه سوه (۵۰۰)وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوی او زیاتوی چې کابو پینځه دیرش (۳۵)حکومتی عسکر هم مړه او ژوبل شوی او کابو لس(۱۰) ملکی خلک هم وژل شوی دی .

دافغانستان د ملی دفاع وزارت  د ویاند ددفتر سرپرست برید جنرال محمد راد منش هم ادعا کوی چې دفراه ښار په نښتو کښې درې سوه (۳۰۰)طالبان وژل شوی او کابو دوه سوه(۲۰۰) نور ژوبل دی .