انګریزان دې دتیرو وختونوله ماتې درس واخلی
د کارپیژاندو په اند، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو زیاتیدا په دغه هیواد کې د نښتو اوشخړو دزیاتیدا او لاترینګلتیاؤ لامل شوی او د سولې لپاره د اشرف غنی د حکومت هلې ځلې ئې له ماتې سره مخامخ کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، د افغانستان د طالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر انګریزانو غږ کړی ، دخپل هیواد چارواکو ته دې اجازت نه ورکوی ، چې خپل ځوانان دې له دغې ډلې سره دجنګ او وژلو لپاره افغانستان ته ولیږدوی .
هغه زیاته کړې ،دپوځی چارو کارپیژاند دې نتیجې ته رسیدلی دی ، چې دافغانستان موضوع پوځی حل لاره نه لری ، او له بمباریو څخه په استفادې سره په زوره د دغه هیواد پر ولس واکمنی نشی تپل کیدلی .
دطالبانو ډلې دغه ویندوی زیاته کړې ، ډیر هغه هیوادونه چې له امریکاسره ئې یو ځای په افغانستان یرغل کړی ؤ ، د دغه واقعیّت په د رک کولو سره ئې له افغانستانه خپل عسکر ویستلی دی .
د واشنګټن دنوی سټراټژۍ له اعلانه وروسته ډونالډ ټرمپ دناټو له غړو هیوادونو غوښتی دی ، څو افغانستان ته دې لازیات عسکر ولیږدوی او دانګلستان حکومت ، افغانستان ته دلازیاتو عسکرو دلیږدولو لپاره دټرمپ په غوښتنې پسې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د انګریز عسکرو د احتمالی زیاتیدا خبر ورکړی دی . .
دځینو کارپیژاندو په اند، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو زیاتیدا په دغه هیواد کې د نښتو اوشخړو دزیاتیدا او لاترینګلتیاؤ لامل شوی او د سولې لپاره د اشرف غنی د حکومت هلې ځلې ئې له ماتې سره مخامخ کړی دی .