دافغانستان دسولې لوړې شورا د روسیې دریځ رد کړ
-
امریکا یوازې دوې(۲) لارې لارې یا باید له طالبانو سره خبرې وکړي یا تر نامعلومې مودې لپاره په افغانستان کښې دجنګ د دوام انتظار وباسي .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د سولې دلوړې شورا ویندوی احسان طاهری د افغانستان دملت په استازی توب له طالبانو سره د امریکا د نیغ په نیغه خبرو په اړه د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی ضمیرکابلوف څرګندونې رد کړې .
احسان طاهری پرون وویل هیڅ هیواد نشی کولای دافغانستان د ملت په استازی توب له طالبانو ډلې سره د سولې خبرې وکړی .
دافغانستان د سولې دلوړې شورا ویاند احسان طاهری وویل د کابل حکومت په افغانستان کښې د سولې دټینګیدا لپاره د ټولو هیوادونو دملګرتیا هرکلی کوی خو په دې اړه دهیڅ هیواد لاسوهنه نه منی .
دافغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف څه موده مخکې ویلی وو امریکا حاضردمه په افغانستان کښې داسې لارې ته مخه کړی ده چې شوروی د افغانستان دنیواک په وخت ورسره مخ وو او امریکا یوازې دوې(۲) لارې لري یا باید له طالبانو سره خبرې وکړی یا تر نامعلومې مودې لپاره په افغانستان کښې دجنګ د دوام انتظار وباسی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې په کابل کښې په یوې(۱) نړیوالې غونډې کښې دطالبانو لخوا له هیڅ ډول وارمخکې شرط پرته له دغه ډلې سره د خبرو لپاره د کابل د حکومت دچمتووالی خبر ورکړی وو .
داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان طالبانو ډلې د اشرف غنی له حکومت سره خبرې اترې له افغانستان څخه دامریکا په مشرۍ د نیواکګرو عسکرو له وتلو سره مشروطه کړی دی .