ایا دافغانستان طالبان پیاوړی شوی دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71882-ایا_دافغانستان_طالبان_پیاوړی_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی له یوې خوا دافغانستان په ځینو ولایتونو کښې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوی دی او له بلې خوا ددغه هیواد دفاع وزارت وایی چې په دولسو(۱۲) ولایتونو کښې د طالبانو پرضد سخت عملیات روان دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 24, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځايي چارواکي او دغه راز په ملي پارلمان کښې د ځینو ولایتونو استازي هم دطالبانو په پیاوړي کیدا اعتراف کوي .
    د افغانستان ځايي چارواکي او دغه راز په ملي پارلمان کښې د ځینو ولایتونو استازي هم دطالبانو په پیاوړي کیدا اعتراف کوي .

زمونږ خبریال وایی له یوې خوا دافغانستان په ځینو ولایتونو کښې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوی دی او له بلې خوا ددغه هیواد دفاع وزارت وایی چې په دولسو(۱۲) ولایتونو کښې د طالبانو پرضد سخت عملیات روان دی .

دغه چاره د دې ښودنه کوی د هوا په تودریدا سره په افغانستان کښې جنګ هم زیات شوی دی چې په نتیجه کښې یې نه یوازې د جنګ د دواړو ښکیلو لورو کسان وژل کیږی بلکې د جنګ د دواړو ښکیلو خواو  ( حکومتی عسکرو او دطالبانو )په پرتله  زیات ملکی خلک هم وژل کیږی .

که چیرې په ځمکې حقایقو غور وشی نو معلومه به شی چې دافغانستان طالبان د تیر وخت په پرتله اوس پیاوړی شوی دی .

څرنګه چې د افغانستان ځایی چارواکی او دغه راز په ملی پارلمان کښې د ځینو ولایتونو استازی هم دطالبانو په پیاوړی کیدا اعتراف کوی .

څه موده مخکې د افغانستان په جنوب کښې د زابل د  ولایتی شورا غړیو او حتی ددغه ولایت ځینو ځایی چارواکو مرکزی حکومت ته خبرداری ورکړ که چیرې دغه ولایت ته پام ونکړی ممکنه ده دغه ولایت د طالبانو لاس ته ورشی .

دافغانستان ځینو ځایی چارواکو او د زابل د ولایتی شورا غړیو ویلی دی طالبان  ددغه ولایت په ځینو شمالی ولسوالیو لکه «دایی چوپان» او  «ارغنداب» کښې خپل فعالیتونه زیات کړی دی او د دغو اندیښنو او دمرکزی حکومت دبې پامۍ له کبله وو چې طالبان  وتوانیدل په دایی چوپان او ارغنداب ولسوالیو کښې ځینې پوځی مرکزونه او تاسیسات ونیسی او طالبان هڅه کوی د مرکزی حکومت له کمزورتیا په استفادې سره ځانونه د زابل ولایت مرکز قلات ته ورسوی .

دافغانستان په ملی پارلمان کښې د فاریاب ولایت استازیو هم خبرداری ورکړی دی که چیرې د کابل مرکزی حکومت ژر ترژره ددغه ولایت امنیتی حالت ته پام ونکړی فاریاب به د طالبانو لاس ته ورشی.

د افغانستان په ملی پارلمان کښې د فاریاب ولایت دوو(۲) استازیو میرمن رنګینه کارګر او  ګل محمد پهلوان  د پارلمان په پرونۍ ښکاره غونډې کښې وویل فاریاب ولایت یا شمالی دروزاره د نسکوریدا په حال کښې ده او فاریاب به د فراه او د قندوز ولایتونو له برخلیک سره مخ شی .

د افغانستان د فاریاب ولایت په لسو(۱۰) ولسوالیو  کښې یوازې امنیتی قوماندنۍ او حکومتی ودانۍ د حکومت په کنټرول کښې دی او بس .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان په ملی پارلمان کښې د غزنی ولایت دخلکو استازیو هم پرون په کابل کښې په یوې(۱) اعتراضیه غونډې کښې ددغه ولایت په امنیتی حالت د اندیښنې دڅرګندولو په ترڅ کښې وویل که چیرې مرکزی حکومت اقدامات ونکړی او وسله وال مخالفین ونه ځپی غزنی به د طالبانو لاس ته ورشی .

دافغانستان په ملی پارلمان کښې د غزنی ولایت یوه(۱) استازی شاه ګل رضایی وویل اجرستان، جغتو ، خواجه عمری ، زنخان ، ده یک ، اندړ او قره باغ ولسوالۍ د نسکوریدا په  درشل کښې دی .

هغه وویل په دوې کښې ځینې ولسوالۍ هره ورځ کله د افغانستان دامنیتی ځواکونو او کله هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورځی .

په داسې حال کښې چې دافغانستان پولیس وږی دی او په خالی خیټې سره دجنګ په سنګرونو کښې جنګیږی .

د افغانستان پولیسو حتی میاشتې میاشتې کیږی چې معاشونه او تنخواګانې هم نه دی اخیستی .

څه موده مخکې طالبانو دافغانستان د بغلان ولایت په تاله وبرفک ولسوالۍ کښې هم سختې حملې وکړې  او ادعا یې  کړی وه چې ځینې سیمې یې نیولی دی .

طالبانو تیره اونۍ د افغانستان په لویدیځ کښې د فراه ولایت په مرکز هم سخته حمله وکړه او  حتی ددغه مرکز ځینې سیمې یې هم نیولی وې .

د افغانستان د فراه د والی ویاند عبدالبصیر سالنګی هم په دې اړه وایی دوه زره (۲۰۰۰)طالبانو په فراه ولایت حمله کړی وه خو دامریکا چې  د فراه ولایت په ګاونډ کښې دهرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کښې ستره پوځی اډه لری  په طالبانو  هیڅ ډول هوایی او ځمکنۍ حمله ونکړه  .

دافغانستان دفراه ولایت چارواکو او دغه راز ددغه ولایت قومی مشرانو مخکې مرکزی حکومت ته  خبرداری ورکړی وو طالبان د فراه ولایت ګیرچاپیر راغونډیږی خو دافغانستان دفاع  وزارت د تل په شان ویل حالات تر کنټرول لاندې دی او په افغانستان کښې د امریکا دځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن چې په تیرې شنبې ورځ فراه ولایت ته ورغلی وو د افغانستان ګاونډی هیوادونه له طالبانو په ملاتړ تورن کړل .

د سیاسی چارو کارپیژاندی وایی که چیرې فرض کړو د افغانستان ګاونډیو هیوادونو دطالبانو ملاتړ کړی نو د امریکا ځواکونوچې د افغانستان په لویدیځ کښې  دهرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کښې ستره پوځی اډه لری ولې اجازه ورکړه چې په فراه ولایت له حملې څو ورځې مخکې دوه زره(۲۰۰۰) طالبان هلته راغونډ شی .

د ویلو ده  دافغانستان دولایتونو په مرکزونو له حملو د طالبانو هدف دا نه دی چې دغه سیمې له ځان سره وساتی ځکه چې ددغو سیمو ساتل دطالبانو لپاره ګران پریوځی  .

دافغانستان دطالبانو دقدرت د ښودلو اصلی هدف د وسلو ،  دمهماتو، اود  نورو پوځی تجهیزاتو او  د  خوراکی موادو لاس ته راوړل او د مقابل لوری (حکومتی پوځیانو او پولیسو ) د مورال او روحیې کمزوری کول او د حکومتی عسکرو د کمزوری ښودل دی .

البته دسیاسی چارو کارپیژاندی وایی په روان کال کښې د طالبانو د حملو  د زیاتیدا یو(۱) دلیل د پارلمان د انتخاباتو د ترسره کیدا مخه نیول هم دی چې ټاکل شوی ده په روان کال کښې ترسره شی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې  مدیر

د ۲۰۱۸ میلادی کال د می دمیاشتې ۲۴ نیټه