دافغانستان د ملی امنیت سلاکارپه مهم سفرنن پاکستان ته ځی
په همداوروستیو کې د دواړو هیوادونو دسرحدی شخړو له امله ارتباطات تر ډیره حده ترینګلی شوی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځی او سیاسی چارواکو ته پکار دی ، خپل مینځۍ شخړې او مشکلات دخبرواترو اوراشه دیرشه له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .
زمونږخبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپور راکړ د ارګ ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوی خبرتیا کې وئیل شوی دی ،د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامی پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره پر امنیتی موضوعاتو د خبرو اترو لپاره د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځی.
په دغې خبرپاڼې کې وئیل شوی ، د پاکستان لومړی وزیر له افغان ولسمشر غنی څخه په رسمی بلن لیک کې غوښتی چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتی پلاوی دې اسلام اباد ته سفر وکړی او د دواړو هېوادونو پوځی پلاوی دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتی ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړی.
ټاکل شوې ده د افغانستان دغه لوړپوړی پلاوی به نن د پاکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه پشمول د دغه هیواد له لوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو سره د دوو اړخیزو امنیتی مسایلو او دغه راز په سیمه ایزو بدلونونو بحث او خبرې وکړی .
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د دواړو هیوادونو دسرحدی شخړو له امله ارتباطات تر ډیره حده ترینګلی شوی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځی او سیاسی چارواکو ته پکار دی ، خپل مینځۍ شخړې او مشکلات دخبرواترو اوراشه دیرشه له لارې حل کړی او دریم ګړی ته دې اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .